اسلام آباد 03 جنوري (اے پي پي) د ادیبانو، دانشورانو او د قلم د خاوندانو څلورم نړيوال كنفرنس به (سبا) په اسلام آباد كښې كېږي چې پكښې به پاكستان سر?? سره د تركيې ، لب??ان، سپېن، مالدیپ، چین، سنګاپور، ایران، آذربائیجان، افغانستان، عمان او د المان پشمول د نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو علمي او ادبي شخصيات ګډون كوي ۔ د قامي تاریخ او ادبي ورثې ډويژن په مشرۍ كښې د كنفرنس اهتمام اكادمي ادبيات پاكستان كړے ۔ د وزيراعظم سلاكار عرفان صدیقي د نهې په ورځ د کنفرنس د انتظاماتو جاج اخستو له د كنونشن سنټر دوره كړې ۔ په دې موقع د اسلام آباد ميئر شېخ انصر عزیز، د مسلم لیګ (ن) لارښود ډاکټر جمال ناصر،د قامي تاريخ او ادبي ورثې ډويژن وفاقي سېكتر انجینئر عامر حسن او د اکادمي ادبیات چیئرمېن پروفېسر ډاکټر قاسم بګھیو هم موجود وو۔ د ژبې٬ ادب او ټولنې پ?? سرخط ?? كنفرنس پرانسته به په 5مه جنورۍ كېږي او تر 8مې جنورۍ به دوام لري۔ د کنفرنس مقصد د ادیبانو، شاعرانو او د قلم د خاوندانو د مقالو او د شريكو خبرو اترو د لارې په نړيواله كچه د پ??كستان مثبت تشخص رامخې ته كول دي۔ د كنفرنس پرانسته به وزیراعظم محمد نواز شریف كوي ۔ د كنفرنس د پ??ې غونډه به په اتمه جنورۍ په ملي كتابتون اسلام آباد كښې كېږي
د ادیبانو، دانشورانو او د قلم د خاوندانو څلورم نړيوال كنفرنس به (سبا) په اسلام آباد كښې كېږي
مضمون کا ماخذ : قزاقوں کی کافی مقدار