لاهور 23 دسمبر (اے پي پي)د وزيراعظم د كشمير او ګلګت بلتستان چارو صلاحكار قمرزمان كائره وئېلي دي اتحادي ګوندونه به د هر غېر جمهوري او غېر آئيني اقدام لاره نيسي٬پروېز الهي د ايوان اعتماد نه دې ترلاسه كړے ٬عمران خان او د هغه ګوند عمر له د جمهوريت مخالف اقدامات ته پام لرنه كړې ٬عمران خان عدالتونو ته د وړاندې كېدو په ځاې دې ايوان ته راشي٬هېواد كښې معاشي مشكلات شته خو په دې به ډېر زر قابو اومومو٬بايد په سياست كښې د سپكو سپورو كلتور ختم شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ د ګوند لارښودو سره مېډيا سره په خپلو خبرو كښې وكړه۔په دې موقع د پيپلز پارټي مينځني پنجاب سېكرټري جنرل سيد جسن مرتضٰی٬ د سندھ د اطلاعات وزير ناصر حسېن شاه٬اېم پي اے شازيه عابد٬جميل منج او نور هم موجود وو۔قمرزمان كائره ووئيل كوم وزيراعلٰی چې د ايوان اعتماد ترلاسه نه كړي نو هغه د پريكړې كولو مجاز نه وي ٬اتحادي ګوندونه به د آئين او قانون له مخې د اسمبلو تحليل كولو لاره نيسي٬ ده ووئېل عمران خان كه ټاكنې غواړي نو اسمبلۍ ولې نه ماتوي٬عمران خان دومره همت نه لري چې اسمبلۍ ماتې كړي
اتحادي ګوندونه به د هر غېر جمهوري او غېر آئيني اقدام لاره نيسي٬پروېز الهي د ايوان اعتماد نه دې ترلاسه كړے ۔ قمرزمان كائره
مضمون کا ماخذ : لاٹری کے اعداد و شمار