اسلام آباد 08 اکتوبر (اے پي پي) د امریکې نائب ??ارجه وزيرې وینډی آر شرمن وئيلي دي امریکا دا مهال اف??ان??تا?? كښې د طالبانو حکومت نه تسليموي خو د شريك نقطه نظر لپاره د ڼړۍ سره پراخه مشاورت کوو۔د جمعې په ورځ خارجه وزير سره د ملاقات نه پس ميډيا سره په خپلو خبرو كښې دې ووئيل امریکا دا مهال اف??ان??تا?? كښې كوم حكومت نه تسليموي لكه څنګه چې خارجه سيكرټري بلنکن وئيلي دي، قانونی حیثیت ترلاسه كولو لپاره د طالبانو د حکومت د اقداماتو جاج اخلو ، مونږ له دا كتلو ته اړتيا ده چې طالبان په څه ډول مخ په و??اندې ځي۔شرمن ووئيل امریکا په دې لړ كښې د روس او چین پشمول د ټولي نړۍ سره پراخه مشاورت کوي۔دې ووئيل امریکې واضحه كړې چې زياتره نړيواله ورورولي دې خبرې سره اتفاق لري چې مونږ كابل كښې د جامع حكومت په لټو?? كښې يو۔مونږ دا هم غواړو چې اف??ان??تان دې د ترهه ګرۍ لپاره محفوظه پناہ ګاہ جوړه نه شي، د ميرمنو او ماشومانو پشمول د بشري حقونو دې پاسداري وي او اف??ان??نو لپاره محفوظ مزل باوري شي۔دې ووئيل په هره كچه د خبرو اترو په مهال مونږ د اف??ان??نو ښه سباؤن باوري كولو لپاره شريك مفاهمت او نقطه نظر له هڅې كوو۔شرمن ووئيل طالبانو د اولس سره لوظونه كړي چې د تګ راتګ آزادي به وي ، يوه كوټلي تګلاره به وي او د بشري حقونو خيال ساتلو سره به اف??ان??تان يو ځل بيا امریکا ، اتحادیانو او همكارانو ته د زيان رسوونكو ترهه ګرو له د پناہ وركولو مخنيوې باوري كړي ۔ د امریکې نائب ??ارجه سيكرټري ووئيل كه اف??ان??تا?? كښې د امریکې پوځي مشن ختم شوے خو د اف??ان??نو سره زمونږ عزم نه دے ختم شوے۔
امریکا دا مهال افغانستان كښې د طالبانو حکومت نه تسليموي، د شريك نقطه نظر لپاره د نړۍ سره مشاورت کوو، د امریکې نائب خارجه وزیرې وینډی آرشرمن میډیا سره خبرې
مضمون کا ماخذ : میگا سینا آن لائن