پاكستان ته په خپل ناوړه سياست بايد ترجيح وركړے شي:اسحاق ډار


اسلام آباد۔24نومبر(اے پی پی) نائب وزیر اعظم او خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار وئيلي دي چې پاك پروردګار لپاره دې په خپل ناوړه سياست پاكستان ته ترجيح وركړے شي۔ د دوهم وزيراعظم آفس لخوا د اتوار پ ورځ د هېواد روانې وضعې په اړه په جاري شوي خپل بيان كښې ده پوښتنه وكړه چې سياسي احتجاج يا د هېواد عزت او وقار سره لوبې يا د دې په ضد سازش؟ ده ووئيل تحريك انصاف تل د احتجاج كال په يو داسې وخت كښې ولې وركوي كله چې مهم نړيوال شخصيتونه پاكستان ته راځي٬ كه هغه په 14 اکتوبر د چين د وزيراعظم دوره وي ٬ يا په 15۔16 اکتوبر د اېس سي او سمټ لپاره د نړيوالو مشرانو لارښود راتلل وي ٬ يا سبا پېل كېدونكې د بېلاروس صدر دوره كومې لپاره چې د هغه وزيران او مهم كاروباري شخصيات نن اسلام آباد ته راتلونكي دي۔ ده زيات كړه چې د پاك پروردګار خاطر وكړۍ په خپل ناوړه سياست پاكستان ته ترجيح وركړۍ۔

متعلقہ مضامین