سكهر 04 اپرېل(اے پی پی)د پاكستان پيپلز بارټي چيئرمېن او خارجه وزير بلاول بهټو زرداري وئېلي دي يو ځل په ټكۍ درغلۍ عمران خان په اقتدار كښې راوستلے شوے ؤ ٬اوس به په دوهم ځل د ټاكنو عمل زيان رسولو ته څوك پرې نه ږدو٬د اسټي?? هولډرز لپاره پېغام دے چې مونږ له جمهوريت او ادارې بچ كول دي٬د هېواد د وړومبي ټاكلي شوي وزيراعظم شهيد ذوالفقار علي بهټو 44م د شهادت ورځې په موقع په لاړكانه كښې غونډې ته وېنا كښې ده ووئيل په 4 اپرېل د هېواد پشمول په ټوله ??ړۍ كښې پاكستانيان قائد عوام يادوي۔ده ووئيل آصف علي زرداري د شهيد ذوالفقار علي بهټو عدالتي قتل په اړه يو صدارتي ريفرنس سپريم كورټ ته لېږلے كوم چې تراوسه سماعت لپاره نه دې مقرر شوے۔ده ووئيل چرته چې يو پلو قائد عوام شهيد كړے شوے نو بل پلو د ه??ه جوړ آئين بيا بيا مات شوے ٬د ه??ه معرفي كړي اصلاحات غېر آئيني ګرځولې شوي او د مېرمنو پشمول پسمانده طبقو له ??ركړو حقونو ته زيان رسولے شوے۔بلاول بهټو زرداري تاريخي حواله ??ركولو سره ووئيل د امر ضياﺀ او امر مشرف په اقتدار د قبضې نه پس د سپريم كورټ څخه پوښتنه وشوه چې دا اقدامات جائز دي نو عدليې هغه جائز ګرځولي۔په 1988 كښې د جمهوريت بحالۍ نه پس د شهيدې بېنظيربهټو حكومت 11 مياشتې دوامدار ساتلے شوے ؤ او بيا د يو ورځپاڼې كالم په بنياد حكومت ختم كړے شو خو د ه??ه عمل سپريم كورټ توثيق وكړو۔ده ووئيل په كال 1996 كښې هم د شهيدې بېنظيربهټو حكومت ختم كړے شو او عدليې هغه بحال نه كړو٬د ه??ه وخت يو جج په خپل نوټ كښې ليكلې وو چې اعلٰی عدليې د سندھ څخه د راغلي وزيراعظم په دوهم ځل هم د حكومت بحالولو څخه انكار كړے دغسې د پنجا?? وزيراعظم بحال كړے شوے۔ده ووئيل د مشرف په دور كښې تر 2005 آصف علي زرداري د كوم جواز نه غېر په زندان كښې ساتلے شوے ؤ ۔ده ووئيل مشرف يو ځل د آصف علي زرداري په زندان كښې په ساتلو بخښنه هم غوښتې وه خو په هغې په هېواد كښې د اېن آر او شور جوړ كړے شو او جسټس افتخار چوهدري هغه ختم كړو۔ده ووئيل كه مونږ په پارليمان كښې امريت نه منو نو په عدليه كښې هم امريت قبلولے نه شو۔ده ووئيل دا مهال سپريم كورټ به د سپريم كورټ څخه څوك بچ كوي٬عدليه به څوك بچ كوي۔
په درغلۍ عمران خان په اقتدار كښې راوستلے شوے ؤ ٬په دوهم ځل به د ټاكنو عمل ته زيان ونه رسي۔ د بلاول بهټو زرداري لاړكانه كښې وېنا
Fortune Fish, Shrimp and Crab APP download link
مضمون کا ماخذ : لاٹری آن لائن