اسلام آباد۔11فروری(اے پی پی) د پاكستان په شمول په ګرده نړۍ كښې سبا د فرورۍ په 13 مه نېټه د راديو نړيوا??ه ورځ لمانځلې شي۔ د دې ورځې لمانځلو مقصد خلقو ته تعليم وركولو ٬ معلوماتو خپرولو او په كلتورونو كښې د رايې آزادۍ سره څرګندونې ته د ودې وركولو په لړ كښې د راديو اهميت په ډاګه كول دي۔ هر كال د ملګرو ملتونو تعلیمی، سائنسی او كلتوري تنظیم (یونیسکو) په ګرده نړۍ كښې د رېډيو نړيوا??ه ورځ لمانځي۔ د 100 كالو مودې تېرېدو باوجود رادو نن هم د معلوماتو تبادلې او ګردې نړۍ ته د تعليم وركولو يوه مقبوله ذريعه ده۔ راديو د قدرتي يا انساني آفتونو په مهال نه يوازې دا چې د بشري ځانونو په تحفظ كښې مرستيال ثابتېږي بلكې دا خبريالانو ته د حقائقو رپورټ كولو او د خپلو تخليقاتو رامخې ته كولو يو پلېټ فارم هم ب??ابروي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې د رېډيو اولنۍ نړيوا??ه ورځ په كال 2012 كښې لمانځل?? شوې وه۔
د راديو نړيواله ورځ سبا لمانځلې شي
Moon and Stars APP entertainment official website
مضمون کا ماخذ : raspadinha آن لائن مفت