اسلام آباد12دسمبر(اے پی پی) د وزيراعظم د سياسي او اولسي چارو خاص مرستيال انجينئر امير مقام په مشرۍ كښې د ګل په ورځ واپډا سره د كوهستان جرګې په حتمي لوظ نامه د لاس ليك دستوره وشوه۔ د وزيراعظم د سياسي او اولسي چارو خاص مرستيال انجينئر امير مقام د وزيراعظم شهباز ??ري?? مننه كولو سره ووئيل چې وزيراعظم شهباز ??ري?? تر ټولو زيات كوهستان ته 10 زره م??ګا??اټ ارزانې برېښنا منظوري وركړې۔ده د كوهستان جرګ?? مشرانو او د واپډا چيئرمېن لېفټيننټ جنرل(ر)سجاد غني هم مننه وكړه چې د اوږدې مودې په مسئله د خبرو اترو لپاره په ده باور ښكاره كړې دې۔ ده ووئيل چې د كوهستان خلك زيات مستحق دي او د امن لپاره د دوئي هڅې په زړه پورې دي۔ انجينئر امير مقام په دې لړ كښې په بشپره مرسته د واپډا ټولو افسرانو هم مننه وكړه۔ ده هيله څرګنده كړه چې د كوهستان اولس او واپډا به په لوظ نامه عملدرآمد وكړي۔د وزيراعظم صلاحكار انجينئر امير مقام په دې پېشرفت د كوهستان اولس ته مباركي وركړه۔د دې څخه وړاندې انجينئر امير مقام د تېر يو كال څخه په دې مسئله خبرې اترې كړي او د جرګې غړو او د واپډا چارواكو سره هم ملاقاتونه شوي ۔مشرانو او د جرګې غړو د انجينئر امير مقام هڅې وستائلې او د واپډا چيئرمېن عزم يې هم وستائېلو۔په لوظ نامه د لاس لي?? په دستوره كښې د وزيراعظم صلاحكار انجينئر امير مقام٬د واپډا چيئرمېن٬د كوهستان جرګې غړي او د واپډا نورو اعلٰی چارواكو ګډون وكړو۔د واپډا چيئرمېن ووئيل چې د جرګې ټول مشران د مباركۍ مستحق دي۔ده ووئيل چې د كوهستان په درې ضلعو كښې به د 10 م??ګا??اټ پلانټ تعمير كړے شي
د وزيراعظم صلاحكار انجينئر امير مقام په مشرۍ كښې واپډا سره د كوهستان جرګې په حتمي لوظ نامه د لاس ليك دستوره
Bahu Qiuxiang APP entertainment website
مضمون کا ماخذ : لکی لیپریچون