اسلام آباد 05 ستمبر (اے پي پي) د خزاني وفاقي وزير ډاكټرمفتاح اسماعيل وئيلي دي ?? اوسني سيلاب په تناظر كښې د جي ډي پي نمو شرح 3.5 فيصد د پاتې كيدو امكان دے، د سيلاب په تناظر كښې د مرستي او بحالۍ كارونو لپاره حكومت د بجټ ترجيحات بيا د سره تعينوي، د وسائلو تر مخه به مرسته كول وي ، كوټلي اقتصادي نمو لپاره بو?? اينډ بسټ سائيكل څخه وتللو ته اړټيا ده۔د ګل په ورځ غيرملكي ميډيا سره خپلو خبر?? كښې د خزاني وزير ووئيل پاكستان كښې ?? اوسني سيلاب له امله لوي زيان شوے ، د آبادۍ په لحاظ سره د هېواد دويمې لويې صوبې د يو تالاب صورت اختيار كړے ، په سندھ كښې د پومبې فصل بشپړ تباه شو ے ، د ګني 25 فيصد فصل ته زيان رسيدلے ، 10 لكهه څخه زيات څاروي مړه شوي ، 10 لكهه څخه زيات كورونه تباه شوي۔سي اين بي سي سره په خپلو خبر?? كښې د خزاني وزير ووئيل د يوې اندازې له مخې د سيلاب له امله 40 مليونه وګړي ځپلې شوي، كومه تباهي چې راغلې د هغې تصورناممكن دے۔د خزاني وزير ووئيل 99 فيصده ځپليو سيمو له د برېښنا وركړه بحال شوې ، د ټيلي مواصلات خدمات بحال شوي ، ځپليو سيم?? كښې موبائل فونز كار كوي، حكومت هغه كورنيو له د كومو چې مشري ميرمني كوي د 25 زره روپو معاونت وركولو سلسله پيل كړې ، ده ووئېل 4.6 مليونه كورنيو له دا مرسته وركړې كېږي، ځپليو سيم?? كښې د مرستي هلي ځلي رواني دي،د خوراك څښاك څيزونو بيعې كمولو لپاره حكومت په څيزونو د ټيكس استثنيٰ او رعايتونه وركړي، ده ووئېل د وفاق د اړخه صوبو له خيمې،كمبلې، موبائل روغتون او د مرستي نور سامان وركړې شوي، صوبې هم خپل كردار ترسره كوي كومه تباهي چې شوې هغه زمونږ د استعداد څخه بهر ده، ده ووئېل په داسې حالات?? كښې چې حكومت څومره كولې شي هغه به كوي۔
حكومت د سيلاب په تناظر كښې د مرستي او بحالۍ كارونو لپاره د بجټ ترجيحات بيا د سره تعينوي۔د خزاني وزير مفتاح اسماعيل غير ملكي ميډيا سره خبرې
No communication speed
مضمون کا ماخذ : پاور بال کے اعدادوشمار