اسلام آباد 05 اګست (اے پي پي)د الخدمت فاؤنډ??شن اسلام آباد سيوري لاندې د جمعې په ورځ د بلوچستان ايمرجنسي اپيل په موضوع ?? سېمينار اهتمام شوے چې پكښې د بلوچستان الخدمت فاؤنډ??شن صدر٬د شمالي پنجاب الخدمت صدر پشمول اېن جي اوز٬خبريالانو او سول سوسائټۍ كسانو ګډون كولو ۔سېمينار ته د وېنا كولو په مهال د الخدمت فاؤنډ??شن اسلام آباد صدر حامد اظهر ملك ووئيل بلوڅ زمونږ وروڼه دي او بلوچستان ته زمونږ د مرستې ضرورت دے۔الخدمت فاؤنډ??شن د سېلاب ځپليو هر ممكنه مرستې لپاره هڅې كوي۔ده ووئيل الخدمت فاؤنډ??شن اسلام آباد د بلوچستان سېلاب ځپليو لپاره 70 لكه روپۍ نغدې او د 40 لكه روپو ماليت خشك سامان به(نن)د خالي په ورځ لېږي۔د پنجاب شمالي الخدمت فاؤنډ??شن صدر رضوان احمد ووئيل زمونږ ډلې د سېلاب ځپليو لپاره د راشن او داروګانو بندبوست كوي او مونږ له په دې موقع د بلوچستان اولس سره اوږه په اوږه اودرېدل پكار دي۔ده ووئيل د بلوچستان پشمول د پاكستان په بېلو برخو كښې سېلاب تباهي كړی او ګڼ شمېر كورونه غورځېدلې او ګڼ خلق په حق رسېدلې دي۔د بلوچستان الخدمت فاؤند??شن صدر جميل احمد ووئيل په بلوچستان كښې د سېلاب له امله په لويه پیمانه تباهي شوې او اوس هم د لسبيله ډېرو ځايونو ته خلق نه دي رسېدلې۔ده ووئيل دا مهال خلقو ته په لويه پیمانه د خشك راشن او داروګانو ضرورت دے۔د بلوچستان پخواني ډي سي اورنګزېب ووئيل الخدمت فاؤنډ??شن په هر سخت وخت كښې د ضرورت مندو سره اودرېږي او د هغوي خذمت د تقليد وړ دے
په بلوچستان كښې د سېلاب له امله په اوسنۍ تباهې ايمرجنسي اپيل سېمينار وكړے شو
Vault Roulette Honest Website
مضمون کا ماخذ : prêmios raspadinha