اسلام آباد۔16دسمبر(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف به 18 څخه ??ر 20 دسمبر د مصر سرکاری دورہ كوي٬ دے ب?? په قاهره كښې كېدونكې د ډي اېټ 11 مه سرمشريزه غونډه كښې ګډون كوي۔ د خارجه دفتر وياندې لخوا د ګل په ورځ د جاري شوي بيان له مخې سرمشريزې غونډې څخه وړاندې نائب وزيراعظم او خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار ب?? په 18 دسمبر د ډي اېټ د وزيرانو كونسل 21 مه غونډه كښې ګډون ګوي۔ د بيان له مخې د 11م ډي اېټ سمټ تھيم ” په ځوانانو كښې د سرمايه كارۍ او اېس اېم ايز ملاتړ كول: د سبا د معيشت تشكيل ” دے۔ په سرمشريزه غونډه كښې به وزيراعظم يو مضبوط او ټولشموله معيشت جوړولو ل?? په ځوانانو او اېس اېم ايز كښې د سرمايه كارۍ په اهميت ٬ د ملازمتونو په پېدا كولو ٬ د جدت په زياتولو او مقامی انټرپرینیورشپ ت?? په وده وركولو زور راوړي۔ وزيراعظم به د ځوانانو په خپلو پښو اودرولو او مالياتي پرمختګ لپاره د پاكستان په ترغيباتو هم رڼا اچوي۔ هغه ب?? په منځني ختيز كښې د اسرائيلي جارحيت په نتيجه كښې په رامخې ته شوې وضعه غور وفكر ل?? په غزه او لبنان كښې د بشري بحران او تعمير نو په چېلنجونو د ډي اېټ په خصوصي غونډه كښې هم ګډون كوي۔ وزيراعظم به د فلسطين په صورتحال د پاكستان اصولي دريځ په ډاګه كوي او په منځني ختيز كښې د امن په بحالۍ به زور راوړي۔ د سرمشريزې غونډې په موقعه هيله ده چې وزيراعظم په غونډه كښې ګډون كوؤنكو لارښودو سره دوه اړخيزه ملاقاتونه هم وكړي۔
وزيراعظم به 18 څخه تر 20 دسمبر د مصر سركاري دوره كوي: خارجه دفتر
MG card game credibility entertainment platform
مضمون کا ماخذ : بفیلو بلٹز