اسلام آباد 10 دسمبر (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف وئېلي دي حكومت په هېواد كښې د مېشته ټولو وګړو پشمول اقليتونو له د يو برابر حقونو وركولو له لوظې دے٬بايد په اجتماعي هڅو مخ په وړاندې لاړ شو٬مسئلې حل كړو او خپلو نوو نسلونو لپار?? او د پاكستان اولس هيلو پوره كولو له خپله لاره جوړه كړو۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ور?? د بشري حقونو نړيوالې ور?? په اړه دستورې ته وينا كښې وكړه۔وزيراعظم ووئيل دا ور?? د بشري حقونو عظيم مقصد په ځاے ساتلو او د هغې تحفظ له د حكومت عزم رامخې ته كوي۔ده ووئيل په پاكستان كښې مېشته ټولو اقليتونو ته برابر حقونه ترلاسه دي٬حكومت ټولو له برابر موقعو وركولو له لوظي دے۔ده ووئيل 1400 كاله وړاندې اسلام او نبي كريم(ص)د بنيادي بشري حقونو او د انسانانو د برابرۍ درس وركړے۔باني پاكستان قائداعظم محمد علي جناح په 11 اګست په خپل تقرير كښې عقيدت٬ذات او د مذهب نه غېر ټولو وګړو له په يو برابر حقونو ??ور راوړے ۔وزيراعظم په دې خبره ??ور راوړو چې نن مونږ د قوم٬نسل او ټول انسانيت په وړاندې په وياړ سره په دې لړ كښې د نور كار كولو لوظ كړے۔ده ووئيل بايد مونږ په اجتماعي هلو ځلو مخ په وړاندې لاړ شو٬ مسئلې حل كړو او خپلو نوو نسلونو لپار?? او د پاكستان اولس هيلو پوره كولو له لاره جوړه كړو۔وزيراعظم ووئيل د پنجاب د خادم په حېث دا زما آئيني ذمه واري نه وه خو بيا هم د نورو صوبو وګړو له ما بېلو تعليمي او مالياتي اقدامات كښې مرسته كړی۔ده ووئيل د وزيراعلٰی په حېث ما په خپل دور كښې ګڼ شمېر اقدامات كړي۔ده ووئيل په ملتان كښې په مېرمنو د تشدد په ضد د مركز جوړولو٬سوئېلي پنجاب كښې سكالرشپ پروګرام او د چائلډ ليبر خاتمې په اړ?? اقدامات شوي۔وزيراعظم ووئيل ګڼ شمېر ماشومان په محنت مزدوري مجبوره وو كوم چې په سكولونو كښې داخل كړې شوي ۔
حكومت ټولو وګړو له يو برابر حقونو وركولو له لوظي دے٬ د وزيراعظم محمد شهباز شريف د بشري حقونو نړيوالې ورځ په اړه دستورې ته وينا
Dragon and Treasure Honest Entertainment APP
مضمون کا ماخذ : loteria instantânea