اسلام آباد 21 نومبر (اے پي پي)د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي وئيلي دي د خبرو اترو په حق كښې يم خو په دړكو خبرې نه كېږي٬د پي ټي آئي باني سره د حكومت هېڅ ډول خبرې نه دي روانې٬كه چرې ?? پي ټي آئي باني خبرې ??ترې كوي نو عدالتونو سره دې وكړي چرته څخه چې هغه خوشے كېدے شي٬احتجاج دې خپلو ضلعو او صوبه كښې وكړي٬چاته په اسلام آباد د بريد كولو اجازه نه شو وركولې٬په هره مهمه موقع د پي ټي آئي احتجاج كېږي ٬ اولس دې پريكړه وكړي چې دا د چا په تګلاره عمل كوي۔ده د زيارت په ورځ په اسلام آباد هائي كورټ كښې د پيشۍ نه پس خبرې ميډيا سره خبرې كولې۔داخله سېكرټري آغا خرم٬د اسلام آباد آئي جي سيد علي ناصر رضوي٬د اسلام آباد چيف كمشنر هم د داخله وزير سره په عدالت كښې وړاندې شوو ۔داخله وزير محسن نقوي وو??يل د نومبر په 25مه نېټه د بيلاروس 65 كسيزه پلاوې راځي چې پكښې لس وزيران دي٬ 25 نومبر د بېلاروس صدر راځي د چا چې درې ورځنۍ دوره ده٬داسې ماحول كښې به مونږ له هغسې كنټينر لګول وي او موبائل فون سروس به هم بندول وي ځكه چې د رياست د ميلمنو حفاظت زمونږ وړومبے ??رض دے٬د دغې نه پس به مونږ له د خپل ښار او وګړو حفاظت كول دي٬ځكه مونږ چاته د جلسې جلوسنو اجازه نه شو وركولې۔ده وو??يل د احتجاج لاره څوك هم نشي نيولې٬تاسو چې چرته يې هلته احتجاج وكړۍ٬په عدالت كښې مې هم دا وئېلي دي چې مونږ څوك هم د احتجاج څخه منع كولې نه شوو خو اسلام آباد ته راتلل احتجاج كول او هغه هم په دې ورځو كښې احتجاج كول كله چې مهم ايونټ كېږي٬ ده ووئېل اولس دې پريكړه وكړي چې هغوي په دې مهمو ورځو كښې احتجاج ولې كوي٬انتظاميه به خپل انتظامات پوره كوي۔تحريك انصاف باني سره د خبرو په اړه د ي??ې پوښتنې په ځواب كښې د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي وو??يل د پي ټي آئي باني سره كومې خبرې ??ترې نه كېږي٬خبرې په دړكو نه كېږي٬زه د مذاكرات په حق كښې يم خو په داسې صورت كښې نه چې دړكې وركوي او وائي چې مذاكرات كوو۔د ي??ې پوښتنې په ځواب كښې ده وو??يل د موبائل فون بندېدو پريكړه به تر سبا شپې وكړې شي۔ده وو??يل د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی٬چيف سېكرټري او آئي جي سره هره ورځ په څه نه څه حواله رابطه وي٬اوس د خېبرپښتونخوا څخه د اېف سي 15 پلاټون درخواست راغلے٬هغه زمونږ صوبه ده هغه پرېښودلې نه شو۔ده وو??يل په اسلام آباد كښې د مېشته افغانانو په اړه لائحه عمل به راتلونكو څو ورځو كښې مرتب كړے شي٬په لويه شمېره كښې افغانان نيولې شوي٬په هر احتجاج كښې نيولے شوو 100 كښې 25 افغانان راوځي٬٬ ده ووئېل د پاكستانيانو په احتجاج پوهېږو خو افغانان ولې احتجاج كوي؟د پي ټي آئي باني مذاكرات ډيډ لائن په اړه ده وو??يل عمران خان سره مذاكرات كله كېږي؟اډياله زندان كښې د عمران خان خبريالانو سره شوو خبرو په اړه د ي??ې پوښتنې په ځواب كښې محسن نقوي وو??يل علي امين ګنډا پور او بيرسټر ګوهر عمران خان سره ملاقاتونه كړي٬كه چر د پي ټي آئي باني خواهش وي نو وړاندې دې راشي٬كه چرې هغوي خبرې كول غواړي نو مونږ دې خبر كړي٬خو دا نشي كېدې چې هغوي اسلام آباد ته راشي او زمونږ په وګړو بريد وكړي٬كه مونږ خبرې كوو نو داسې به نه كېږي۔
د خبرو اترو په حق كښې يم خو په دړكو خبرې نه كېږي٬د پي ټي آئي باني سره د حكومت هېڅ ډول خبرې نه دي روانې۔د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي
Caihu reliable entertainment entrance
مضمون کا ماخذ : سمندری ڈاکو گولڈ