اسلام آباد 12 جولائي (اے پي پي) نائب وزيرا??ظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار په مشرۍ كښې د هوائي اډو آؤټ سورسنګ په اړه د سټيئرنګ کمېټۍ 11مه غونډه د جمعې په ورځ وشوه۔ د نائب وزيرا??ظم آفس د اړخه جاري شوي بيان له مخې په غونډه كښې د خزانې وزير ، د پټروليم وزير ،د ايوي اېشن سيکرټري ، د ق??نون سيکرټري ،د بي او آئي سيکرټري او کنټري ډائريکټر آئي اېف سي ګډون وكړو۔د ايوي اېشن سيکرټري کمېټۍ ته بريفنګ وركړو۔غونډې ته ووئيل شول د اسلام آباد هوائي ميدان آؤټ سورسنګ پراجيکټ كښې د اروپا پشمول د بېلو هوائي ميدانونو آپريټرز خوښې څرګنده كړې۔په هغې كښې ځينې آپريټرز د ځائې سرمايه كارو سره کنسورشيم جوړ كړے او د ق??نوني او مالياتي احتياط سره كار كوي،په دې لړ كښې د هغوې ډلو اوس??يو كښې د اسلام آباد هوائي ميدان دورہ وکړه ۔غونډې ته ووئيل شول د بولۍ جمع کولو آخري نيټه 15 جولائي مقرر شوې،دغسې د منصوبې پيچيدګي تر مخه څلورو ممکنه بولۍ وركونكو د بولي جمع کولو نيټه كښې د پراختيا خواست كړے،دغسې دا به د منصوبې لپاره ښه بيعه وي۔ آئي اېف سي كوم چې د دې منصوبې د لين دين مشير (صلاحكار) دے ، د دې تجويز مرسته کړې، د دې له مخې سټيئرنګ کمېټۍ د بولي جمع کولو په نيټه كښې د دوو مياشتو پراختيا اجازه وركړې۔ سټيئرنګ کمېټۍ سپارښتنه وكړه چې ممکنه بولي وركونكو سره دې د هوا بازۍ وزارت او آئي ايف سي د اړخه بشپړه مرسته وكړې شي،د دې مرستې سره به په مناسب ډول کار زر تر زره بشپر شي او د بولۍ عمل كښې به زيات ګډون باوري كړے شي۔ سټيئرنګ کمېټۍ پريكړه وكړه چې د دې عمل دې څارنه وكړې شي دغسې چې دا خبره باوري شي چې ن??ورې پراختيا ته حاجت پېښ نه شي۔ نائب وزيرا??ظم د اسلام آباد هوائي ميدان زياتې ريو??يو صلاحيت څخه د ګټې پورته كولو سپارښتنه وكړه۔ نائب وزيرا??ظم د منصوبې اهميت رامخې ته كولو سره سپارښتنه وكړه چې دا خبره دې باوري كړې شي چې آؤټ سورسنګ پروجيکټ دې د لږ نه په لړ وخت كښې په زيات سپيځلې ډول بشپړ كړے شي۔
د نائب وزير اعظم محمد اسحاق ډار په مشرۍ كښې د هوائي اډو آؤټ سورسنګ په اړه د سټيئرنګ کمېټۍ 11مه غونډه
Dragon Hatching 2 Integrity Betting Link
مضمون کا ماخذ : loteria do Paraná