دوشنبه 02 جولائی(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف او د تاجكستان صدر امام علي رحمان د پاكستان ??و تاجكستان ترمينځه اړيكو لا قوي كولو له د شريكو هڅو روانو ساتلو د عزم پخلي كولو سره زور راوړے چې دوه اړخيزه اړيكو ښه كولو سره به ګ?? اړخيزې مرستې ته د پراختيا وركولو موقعې ترلاسه شي٬ دغسې دواړو لا??ښودو په غزه كښې د انساني ژوند ضائع كېدو مخ نيوي او په سيمه كښې امن لپاره د نړيوالې ورورولۍ د هڅو تندولو حاجت ته اتفاق وكړو ۔د نهې په ورځ د وزيراعظم آفس مېډيا ونګ د اړخه جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم شهباز شريف د تاجكستان صدر امام علي رحمان سره ملاقات وكړو٬د هر كلي سركاري دستوره په قصرملت كښې وشوه٬قصرملت ته په رسېدو د تاجكستان صدر د وزيراعظم هركلے وكړو او هغه ته ئې ګ??رډ آف آنر وړاندې كړو۔دستورې نه پس يو په يو او د پلاوي په كچ خبرې اترې وشوې۔د خبرو اترو په مهال دواړو لا??ښودو دوه اړخيزه اړيكو او د شريكې خوښې په سيمه ايزو او نړيوالو چارو د خيالاتو څرګندونه وكړه ۔دواړو لا??ښودو د پاكستان ??و تاجكستان ترمينځه د دوه اړخيزه مرستې د ټولو څانګو او د اولس په كچه رابطو جوړولو له په مرسته د خيالاتو څرګندونه وكړه ۔دوي په موجوده اړيكو د اطمينان څرګندونه هم وكړه او د پاكستان ??و تاجكستان ترمينځه اړيكو لا قوي كولو له ئې د شريكو هڅو د جاري ساتلو د عزم پخلے وكړو۔دغسې دواړو لا??ښودو د ستراتېژېكي پارټنرشپ په لوظ نامو لا?? ليك وكړو ۔دواړو لا??ښودو په دې خبره زور راوړو چې د دوه اړخيزه اړيكو ښه والي سره به ګ?? اړخيزه مرستې ته د پراختيا وركولو موقعو نوې لا??ې پرانستلې شي۔په دې مهال په بېلو څانګو كښې په ګ??و لوظ نامو او د مفاهم په يادښتونو لا?? ليك وشو
۔وزيراعظم د تاجكستان صدر د هند په غېر قانوني توګه مقبوضه جمو او كشمير كښې د بشري حقونو په خراب صورتحال او د ابادياتي ډهانچې بدلولو د هندي هڅو څخه هم خبر كړو۔دواړو لا??ښودو په غزه كښې په روان صورتحال د تشويش څرګندونه وكړه چرته چې د اسرائيل د ظلمونو په نتيجه كښې ګڼ شمېر بې ګناه فلسطينيان په نخښه كېږي۔دواړو لا??ښودو په نړيواله ورورولۍ زور راوړو چې د تشدد ختمولو او په سيمه كښې امن لپاره هڅې تندې كړي۔وزيراعظم شهباز شريف د تاجكستان صدر په بلنه د تاجكستان په دوه ورځنۍ دوره دے۔دا د دواړو هېوادونو ترمينځه د ګڼ اړخيزه اړيكو مخ په وړاندې بوتللو پلو يو مهم اقدام دے٬دې څخه وړاندې د دوشنبه نړيوال هوائي مېدان ته په رسېدو د تاجكستان وزيراعظم قاهر رسول زاده د وزيراعظم هركلے وكړو۔د وزيراعظم شهباز شريف د تاجكستان دوه ورځنۍ دورې سره به دواړو هېوادونو د ورورولۍ اړيكو ته وده ترلاسه شي ۔وزيراعظم شهباز شريف د تاجكستان پايه تخت دوشنبه كښې د قصر ملت نه علاوه د اسماعيل ساماني يادګار او د قصر نوروز دوره هم وكړه۔