اسلام آباد۔5فروری(اے پی پی) د اطلاعات?? ٬ ??پرونو ا?? پارليماني چارو نګران وفاقي وزير مرتضی سولنګي وئيلي دي چې كشميرې اولس به د خپلواكۍ خپل حق سودا كله هم ونكړي٬ د پاكستان 25 كروړه اولس پرون هم د كشميري اولس ترڅنګ ولاړ وو ا?? نن هم۔ دا خبره ده د ګل په ??رځ د كشمير يووالي ورځې په ??وقعې ويستلې شوي لاريون ته خپل خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل د مقبوضه كشمير مسئله پخوانۍ مسئله ده٬ د كشمير خلكو به په ??ال 1931ء كښې د غ??ام?? په ضد غږ بورته كړې وو٬ د پاكستان جوړېدو په ??خت هم كشميري مشرتابه د خپلواكۍ حق غوښتنه كړې وه۔ ده ووئيل هند د جبر او زور د لارې كشمير خپل ځان سره شامل كړو۔ ده ووئيل دا كېدې نه شيچې هند كشمير يوه مقبره جوړه كړي او دا ګڼي چې امن راغلے دے۔ ده ووئيل د مقبوضه كشمير اولس پرله پسې خپل حق لپاره غږ پورته كوي۔ پاكستان كشميري اولس او د هغوي د خپلواكۍ حق سره ولاړ دے ٬ كشميرې اولس به د خپلواكۍ خپل حق سودا كله هم ونكړي٬ د پاكستان 25 كروړه اولس پرون هم د كشميري اولس ترڅنګ ولاړ وو ا?? نن هم او تر كومې چې دوئي ته د خپلواكۍ حق ترلاسه شوې نه وي دغسې به ولاړ وي۔ دې څخه وړاندې د لاريون پېل خارجه دفتر څخه وشو كوم چې ډي چوك ته په رسېدو ختم شو۔ د لاريون مشري نګران وفاقي وزير جمال شاه كوله۔ لاريون كښې د مذهبي چارو وفاقي وزير انيق احمد ٬ د نجكاري وفاقي وزير فواد حسن فواد او خارجه سېكتر محمد سائرس سجاد قاضی په شمول د بېلو وزارتونو ملازمين?? ٬ ?? پاكستان سويټ هومز ماشومانو ا?? ګڼ شمېر عامو وګړو ګډون وكړو۔ ګډون كوؤنكو په ??قبوضه كشمير كښې د بشري حقونو د خلاف ورزيو ا?? غېر قانوني قبضې په ضد بېنرې او پلے كارډز پورته كړې وو۔ دوئي په ??قبوضه كشمير كښې د هندي رياستي ترهګرۍ په سختو ټكو كښې غندنه هم وكړه۔ په ??اريون كښې ګډون كوؤنكو د ”کشمیر به جوړېږي پاكستان“ نعرې هم پورته كړی۔ د پارلیمنټ هاؤس مخې ته ډي چوكت ته رسېدو سره سائرن وغږولې شو او د مقبوضه كشمير شهيدانو ته عقيدت پېرزوينې وړاندې كولو له يوې دقيقې لپاره خاموشي اختيار كړې شوه۔
كشميرې اولس به كله هم د خپلواكۍ د حق سودا ونكړي٬ د پاكستان 25 كروړه اولس پرون هم د كشميري اولس ترڅنګ ولاړ وو او نن هم ٬ مرتضی سولنګي
Fire and Rose Clown Official Entertainment APP
مضمون کا ماخذ : لاٹری کا انعام کیسے حاصل کریں