Candy Burst Official Entertainment APP
اسلام آباد 26 جنوري (اے پي پي) نګران وزيراعظم انوار الحق کاکړ سره ?? پاکستان ټيلي کميونيکيشن اتھارټي (پي ټي اے) چيئرمېن مېجر جنرل (ر) حفيظ الرحمن ليدلي دي ۔ د جمعې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې په دې موقع د پي ټي اے چيئرمېن وزيراعظم ته كلن رپورټ 2023 وړاندې كړو۔ د تېر كال په مقابل كښې سږ كال د پي ټي اے په آمدن كښې 17 فيصد اضافې سره دا حجم 850 اربه ته رسېدلے او ګرد هېواد كښې تر موبائل فون اولسي رسنه 90 فيصد ته رسېدلې ۔ ده ووئيل په كال 2023 كښې د موبائل صارفينو شمېره 19.2 كروړ او د هائي سپيډ براډ بېنډ صارفينو شمېره 13 كروړه ته رسېدلې ۔ دغسې په دې مهال وزيراعظم د پي ټي اے چيئرمېن او د ھغه د ډلې پاكستان كښې د موبائل او انټرنېټ سروسز رسنه تر عام وګړي رسولو لپاره د اقدامات ستائنه وكړه
مضمون کا ماخذ : bolão dupla sena