اسلام آباد 27 اګست (اے پي پي) د اي??ان صدر سيد ابراهيم رئيسي د خالي په ورځ وزيراعظم شهباز شريف ته ټېليفون كړې او پاكستان سره يې د يو والي څرګندونه كړې او د سېلاب ځپليو مرستې لپاره يې د هر ډول ممكنه مرستې باور وركړې۔وزيراعظم په سېلاب د همدردۍ په څرګندونه د اي??اني صدر مننه وكړه او وې وئ??ل چې د پاكستان د جون 2022 د نيمائي نه سخت موسمي حالاتو سره مخ دے٬په ډېرو سيمو كښې د څلور نه تر پنځه چنده زيات بارانونه شوي خو په باران او سېلاب كښې په لويه پېمانه زيان شوې۔د خلكو محفوظ ځايونو ته په رسولو او د مرستې په چارو كښې ستونزې دي۔وزيراعظم د حكومت په هڅو رڼا اچولو سره ووئيل چې پاكستان د ملګرو ملتونو د لارې د ??ور?? مرستې خواست تيار كړې كوم به چې داګست په 30مه نېټه كال 2022م وكړې شي۔ده هيله څرګنده كړه چې نړيواله ټولنه به پ?? دې خواست د فنډ ضروريات پوره كولو كښې مرسته وكړي۔په دوه اړخيزه تناظر كښې وزيراعظم شهباز شريف اي??ان سره په ټولو څانګو كښې اړيكو ته د ودې وركولو د عزم څرګندونه وكړه۔ده د جمو او كشمير اولس لپاره د اي??ان د پرله پسې ملاتړ هم ستائنه وكره۔
د ايراني صدر لخوا وزيراعظم شهباز شريف ته ټېليفون٬د سېلاب ځپليو مرستې لپاره د هر ډول ممكنه مرستې باور
مضمون کا ماخذ : خیبر پختونخوا لاٹری