اسلام آباد 29 جنوري (اے پي پي) د خزاني وفاقی وزیر سېنېټرمحمد اسحاق ډار وئيلي دي تعلیم، عدم تشدد او مکالمه سره مونږ هېواد مخ په وړاندې بوتللې شو،كه آمریت عمر له ختمول وي نو يواځي جمهوریت نه بلکه مالیاتی نظم او ضبط به هم نافذول وي ،مالیاتی نظم او ضبط نه غير كه جمهوریت وي نو هغه به مونږ د بحرانونو سره مخ كوي،هېواد مخ په وړارندې بوتللو له به لوئ پريګړي كول وي۔د اتوار په ورځ باچه خان او خان عبدالولی خان سیمینار ته وينا كښې د خزاني وزير ووئيل باچه خان او د هغه كورنۍ د يو نظریاتی جدوجهد تسسلسل نامه ده،د هغه كورنۍ عمر له نظریاتی هلي ځلي كړي ، خان عبدالولی خان ، اسفندیارولی خان او ایمل ولی خان هم د دې هلي ځلو لړۍ ده۔ د خزاني وزير ووئيل د باچه خان د عدم تشدد نظریه واضح او د ستائني وړ ده، اختلافات او د رايو اختلاف كيږي خو د ه غې باوجود باچه خان چې كوم خذمات ترسره كړي هغې څخه څوك انکار نه شي كولې،زه د ټول قام د اړخه عظیم بزرګ او رلیډر خذمات ته سلام كوم۔د خزاني وزير ووئيل باچه خان تر ټولو لوئ كار كوم چې نړۍ متاثره كړي هغه د خدائی خذمت ګاری تحریك ؤ،زه ګڼم چې زمونږ د سياست مركز عمر له خذمت پكار دې۔
تعلیم، عدم تشدد او مکالمه سره مونږ هېواد مخ په وړاندې بوتللې شو،كه آمریت عمر له ختمول وي نو يواځي جمهوریت نه بلکه مالیاتی نظم او ضبط به هم نافذول وي۔د خزاني وزیر سېنېټر محمداسحاق ډار د باچه خان سیمینار ته وينا
مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ خریدیں