اسلام آباد 06 فروری(اے پی پی)وزيراعظم محمد شهباز شريف په تركيه كښې د زلزلې په نتيجه كښې په شوي قيمتي ځاني زيان د افسوس څرګندونې سره وئېلي دي چې په تركيه كښې د رېسكيو په كارونو كښې مرستې لپاره به د پاكستان ډاكټرانو٬پيرامېډكس او رېسكيو اهلكارو يوه ډله لېږلې شي٬ډېر زر به يوه الوتكه هم ضروري څيزونو او داروګانو سره تركيې ته ولېږلې شي۔د ګل په ورځ په خپل يو ټوېټ كښې ده ووئيل د تركيې صدر رجب طيب اردوان سره زما ټېليفوني خبرې شوي دي ما هغه سره په تركيه كښې د زلزلې په نتيجه كښې په شوي ځاني او مالي زيان د افسوس څرګندونه كړې۔ما هغه ته وئېلي چې په دې سخت وخت كښې پاكستان د تركيې اولس سره ولاړ دې۔ په تركيه كښې د رېسكيو په كارونو كښې مرستې لپاره به د پاكستاني ډاكټرانو٬پيرامېډكس او رېسكيو اهلكارو يوه ډله لېږلې شي
مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈز کی جیت