اسلام آباد۔20جون(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف د مارګله ایونیو منصوبې پرانسته وكړه۔ 10.4کلومیټره ستره لاره جي ټي روډ څخه ا??لام لپاره متبادل لاره برابروي۔ دا ستره لاره سنګجانی څخه تر ډی 12 رسېدلې ده٬ په دې منص??به 2 اربه 69 کروړه 91 لکه روپۍ مصرف كړې شوي دي۔ د نهې په ورځ وزيراعظم شهباز شريف د دې منصوبې په باضابطه توګه پرانسته وكړه۔ په دې موقعه داخله وزير رانا ثناﺀ الله ٬ د قومي اسمبلۍ پخواني غړي محمد حنیف عباسی، ډاکټر طارق فضل چوھدری، انجم عقیل خان او ?? مسلم ليګ (ن) پېنډۍ لارښود موجود وو?? وزیراعظم ته په دې موقعه بريفنګ كښې ووئيلې شوو چې په دې منص??به كار د كال 2021 جون مياشت كښې پېل شوے وو۔ تېر كال دسمبر مياشتې كښې د دې د بنياد تيګه كېښودلې شوه۔ په دې منص??به كښې د شاہ اللہ دته په مقام يو انډر پاس شامل كړے شوے دے۔ دې لارې سره جي ټي روډ سنګجاني څخه تر ډي 12 د سفر دورانيه د څو دق??قو پاتې شوې ده۔ د دې له امله په سري نګر هائي وے د ټرېفك فشار كم شوے دے۔ په دې موقعه وزيراعظم ته د دې منصوبې ماډل هم وړاندے كړے شو۔
وزیراعظم شهباز شریف د مارګله ايونيو منصوبې پرانسته وكړه
Speed Winner Online Entertainment Website
مضمون کا ماخذ : sorteos da loteria