اسلام آباد 05 مئي (اے پي پي) د قانون او انصاف وزارت په ” اينټي ريپ آرډيننس “ په موثره او حقيقي معنو عملدرآمد باوري كولو له نېشنل ډي??ا بيس اينډ رجسټريشن اتھارټي (نادرا) ، نېشنل انفارمېشن ټيكنالوجي بورډ (اين آئي ټي بي)، قانون نافذ كونكو ادارو ، نېشنل ريسپانس سنټر سائبر كرائم او د جنسي جرمونو مخنيوي په اړه د جوړو شوو عدالتونو سره د شريكي مرستي پريكړه كړي چې مقصد ئې د مجرمانو په جديد ډول څارنه كول دي او سيكس آفينډر رجسټر جوړول دي دغسې چې بيا دا ډول جرمونه رامخي ته نه شي ۔د قانون او انصا?? وفاقي وزير بيرسټر ډاكټر فروغ په مشرۍ كښې غونډه د شورو په ورځ اسلام آباد كښې وشوه چې پكښې د نادرا ، او اين آئي ټي بي چارواكو ګډون كولو۔ په دې موقع وفاقي وزير فر??غ نسيم نادرا چارواكو ته سپارښتنه وكړه چې يو كوټلے سافټ ويئر ډيزائن كړئ چې پكښې د جنسي جرمونو مرتكب كسانو بشپړه ريكارډ مرتب شي۔ ده ووئيل د جنسي جرائم پيشه كسانو په اړه معلومات راجمع كولو له د قانون نافذ كوونكو ادارو كردار هم اهميت لري۔ وفاقي وزير قانون جائيداد ورثاء ته د منتقل كولو په اړه ”ليټر آف ايډمنسټريشن “او ”جانشين?? سرټيفكيټ“ جاري كولو له د نادرا كردار ستائلو سره ووئيل ??ادرا په دې لړ كښې د ښې مرستې كولو بشپړ صلاحيت لري۔ ډاكټر فر??غ نسيم ووئيل ??ادرا ، اين آئي ټي بي او نوري اړوندي اداري دې خپل فوكل پرسن نامزد كړي دغسې چې اړوند معلومات ترلاسه كولو كښې قانون نافذ كوونكو ادارو او نېشنل رسپانس سنټر سائبر كرائم سره مرسته كولو له ذيلي كميټيو سره رابطو له آساني وي۔
د قانون وزارت لخوا په ”اينټي ريپ آرډيننس“ عملدرآمد او د جرائم پيشه كسانو ريكارډ مرتب كولو له نادرا او اين آئي ټي بي څخه د مرستي ترلاسه كولو پريكړه
مضمون کا ماخذ : jogos de raspadinha