اسلام آباد 16 جون (اے پي پي)وزيراعظم شهباز شريف ټولو وفاقي وزارتونو او صوبائي محكمو ته هدايت كړے چې د سيالكوټ كاروباري ورورولۍ او سيالكوټ نړيوال هوائي مېدان مسئلې په ترجيحي بنيادونو حل كړئ ۔ده دا سپارښتنه د زيارت په ورځ د سيالكوټ چيمبر آف كامرس او سيالكوټ نړيوال هوائي مېد??ن پلاوي سره په خبرو كښې كړې چا چې وزيراعظم هاؤس كښې هغه سره ملاقات كولو ۔وزيراعظم ټولو وفاقي وزارتونو او صوبائي محكمو ته هدايت جاري كړے چې هغوي د سيالكوټ كاروباري ورورولۍ او سيالكوټ نړيوال هوائي مېدان مسئلې په ترجيحي بنيادونو حل كړي دغسې چې د سيالكوټ موجوده 2.5 ارب ډالره بر??مدات زيات شي۔ده په دې لړ كښې ټول وسائل د كارولو هدايت هم وكړو۔وزيراعظم د خزانې وزارت٬د صن??ت او پېداوار وزارت٬سټېټ بېنك آف پاكستان او فېډرل بورډ اف ريونيو چارواكو ته هدايت كړے چې د سيالكوټ بر??مد كوونكو لپاره كاروبار دوست ماحول راپېدا كولو له سیکټر سپیسیفک کونسلز جوړول٬سيالكوټ انډسټريل زون او د ايكسپورټ پروسيسنګ زون رغونه او پرمختګ باوري كړئ ۔ده د كراچۍ٬لاهور او سيالكوټ پشان صنعتي ښارونو كښې د بر??مدي شعبې پرمختګ لپاره د زياتې نه زياتې سرمايه كارۍ ترغيب لپاره صوبائي حكومتونو سره په ګډه د يو جامع حكمت عملۍ تيارولو هم هدايت وكړو۔وزيراعظم د رېلوے وزارت او هوابازۍ چارواكو ته سيالكوټ بر??مد كوونكو ته د خاص كارګو ټرينز وركولو او سيالكوټ انټرنېشنل ايئرپورټ لپاره غېر ملكي كمرشل فلائټس زياتولو لپاره مشاورت څخه د عمل وړ پلان مرتب كولو هم هدايت وكړو ۔ده درآمد كوونكو او بر??مد كوونكو آسانيو لپاره د اسلام آباد-تهران-استنبول ټرين په بحالۍ د كار كولو هم امر كړے۔د ملاقات په مهال د دفاع وزير خواجه محمد اصف٬د رېلوے او هوا بازۍ وفاقي وزير خواجه سعد رفيق٬د خزانې وفاقي وزير مف??اح اسماعيل او د اعلٰی چارواكي چارواكي موجود وو او د پنجاب چيف سېكرټري او د سټېټ بېنك ګورنر د وېډيو لنك د لارې په غونډھ كښې ګډون كولو
وزيراعظم شهباز شريف ټولو وفاقي وزارتونو او صوبائي محكمو ته د سيالكوټ كاروباري ورورولۍ او د سيالكوټ نړيوال هوائي مېدان مسئلې د حل كولو سپارښتنه
مضمون کا ماخذ : میٹھا بونانزا