اسلام آباد 13 ??سم??ر (اے پي پي) خارجه وزير بلاول بھټو زرداري به د 14 نه تر 21 ??سم??ر د امريكې سركاري دوره كوي٬ خارجه وزير به د دوري په مهال يو ش??ېر ګڼ اړخيزه او دوه اړخيزه ملاقاتونه كوي۔ د نهې په ورځ د خارجه وزارت لخوا د جاري بيان له مخې خارجه وزير بلاول بھټو زرداري به په 15 او 16 ??سم??ر په نيويارك كښې د ګروپ۔77 خارجه وزيرانو پلس چين وزارتي کنفرنس كوربتوب او مشري كوي كوم چې په ملګرو ملتونو كښې د پرمختګ كوٶنكو هېوادونو لوے مذاكراتي بلاك د??۔ د کنفرنس ايجنډا كښې پرمختګ كوٶنكو هېوادونو ته د کووډ۔ 19 په نړيواله وباء، د موسمياتي بدلون له امله په رامخې ته شويو افتونو او د جغرافيائي سياسي پيشرفت په تناظر كښې د تل پاتې پرمختيائي هدفونو (اېس ډي جيز) په ترلاسه كولو كښې په رامخی ته شويو يو ش??ېر چېلنجونو بحث شامل دے۔ خارجه وزير به د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انتونيو ګوترېش سره هم ملاقات كوي۔ دې په څوارلسم ??سم??ر د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د اعلی كچې په يو بحث كښې برخه اخلي۔ خارجه وزير به په 19 ??سم??ر واشنګټن ته ځي چرته به چې ھغه د لوړې كچې سركاري چارواكو، د کانګرېس مشرانو، پاکستاني نژاد امريکائي سوداګ??و او د كميونټي غړو سره ملاقاتونه كوي٬ ھغه به تھنك ټېنکس او ميډيا سره هم ملاقات كوي٬ د دې سركاري ملاقاتونو په مهال به د شريكې خوښې په بېلا بېلو چا??و او په سيمه ايزو چارو د خيالاتو څرګندونه كولې شي دغسې چې پاك امريكا دوه اړخيزه اړيكې په خاص توګه تجارت، سرمايه کاري او د اقتصادي پرمختګ په څانګو كښې مخ په وړاندې بوتللې شي۔ خارجه وزير به مذاكرات كوؤنكي د موسمياتي بدلون په اړه د پاكستان د نقطه نظر او په پاكستان كښې د موسمياتي بدلون له امله د سېلاب په نتيجه كښې د شوي لوي زيان او د پاكستان حكومت د سېلاب نه پس د بيا رغونې او بحالۍ منصوبو څخه هم خبروي۔
خارجه وزير بلاول بھټو زرداري د 14 نه تر 21 دسمبر د امريكې دوره كوي٬ د ګروپ 77 خارجه وزيرانو كنفرنس مشري به كوي
Plush Toy Mania APP download entrance
مضمون کا ماخذ : لوٹیریا کا نتیجہ