د پاك پوځ په ضد كمپائن د پي ټي آئي او هند شريك پروجېكټ ٶ، ادارې د شهيدانو په ضد په پروپېګنډه كمپائن كښې د ككړو كسانو په ضد په حركت كښې دي۔ د دفاع وزير خواجه محمد آصف پرېس کنفرنس
Double ball roulette integrity platform
APP48-170822
ISLAMABAD: August 17 Federal Minister for Defence Khawaja Muhammad Asif is addressing a press conference at Press Information Department. APP
اسلام آباد 17 اګست (اے پي پي) د دفاع وز??ر خواجه محمد آصف وئيلي دي د پاك پوځ په ض?? كمپائن د پي ټي آئ?? او هند شريك پروجېكټ ٶ، ادارې د شهيدانو په ضد په پروپېګنډه كمپائن كښې د ككړو كسانو په ضد په حركت كښې دي، د شهيدانو په ضد په سوشل ميډيا ناٶړه كمپائن د هند پشمول يو شمېر بهرنيو هېوادونو هم سپورټ كولو، د فارن فنډنګ کېس د پرېكړې نتيجو نه بچ كېدو لپاره پي ټي آئ?? د څو اوونيو راهسې د خلقو پام اخوا كولو لپاره سنګدلانه حركتونه كوي، د پاكستان په 75 كلن تاريخ كښې كله هم په سوشل ميديا داسې بدتميزي نه وه رامخې ته شوې۔ د شورو په ورځ په پي آئ?? ډي كښې پرېس كنفرنس ته خپلې وېنا كښې خواجه محمد آصف ووئيل په فارن فنډنګ كېس كښې د عمران خان په ضد چې كوم ډول تورونه ثابت شوي٬ يو نه څو زره انټرياں رامخې ته شوي۔ ده ووئيل د لسبيله چورلكې پېښه د افسوس وړ پېښه وه٬ ټول هېواد غمژن ش?? چې په دې پېښه كښې د قام مېړني زامن ش??يدان ش??ل، ده ووئېل كله چې قام غمژن ٶ نو پي ټي آئ?? د هند سوشل ميډيا اكاٶنټس پشمول د بېلو هېوادونو په مرسته د پاكستان په ض?? كمپائن وچلولو٬ د پاك پوځ په ض?? كمپائن په حقيقت كښې د پاكستان په ض?? كمپائن دے۔ ده ووئيل پاكستان څخه 529 ٬ هند څخه 18 او پاتې هېوادونو كښې 33 اكاٶنټس رامخې ته شوي، پلتنې رواني دي، په دې معامله به د قانون او قاعدې له مخې كاروائي كولې شي۔ د دفاع وز??ر خواجه محمد آصف ووئيل عمران خان وړومبے د امريكې د سازش خبره كوله كله چې ھغه بيانيه كاميابه نه شوه نو امريكې سره اړيكو سمولو لپاره ئې د يوې كمپنۍ خدمات ترلاسه كړل۔ ده ووئيل قانون په حرت كښې راغلے ٬ د شهيدانو كورنۍ چې څومره دړدېدلې دي په ماضي كښې ئې مثال نه موندلے كېږي۔ ده ووئيل د شهيدانو كورنيو او د پوځ په ضد چې كومې خبرې شوي دا يو محب وطن نشي كولې