اسلام آباد 17دسمبر (اے پي پي ) د خارجه چارو لپاره د سېنېټ قائمه كمېټۍ چيئرمېن سېنېټر عرفان صديقي او سېنېټر سرمد علي په پاكستان كښې د از??كستان سفارتخانې دوره وكړه او په پاكستان كښې د از??كستان سفير علي شير توختیف سره يې ملاقا?? وكړ?? ۔سېنېټر عرفان صديقي د خارجه چارو لپاره د سېنېټ قائمه كمېټۍ چيئرمېن په حېث د پاكستان او از??كستان ترمينځه زياتې شوې اړيكې وستائېلې۔ده د دواړو هېوادونو ترمينځه اړيكو ته د و??ې وركولو سټرټيجك اهميت په خاص توګه اقتصادي مرسته٬تجارت او كلتور تبادلو باندې په اړه رڼا واچوله۔په پاكستان كښې د جمهوريه از??كستان سفير علي شير توختيف په منطقه كښې د پاكستان مهم كردار اعتراف وكړو او د امن استحكام په وده كښې يې د پاكستان هڅې وستائېلې۔ده د پاكستان او از??كستان اړيكو سباؤن له هيله څرګنده كړه او د توان٬كركيلې٬تعليم او سېلګرۍ پشان څانګو كښې شريكو پروژو پشمول زياتو شوو بېلو اقداماتو باندې يې د خيالاتو څرګندونه وكړه۔سېنېټر سرمد علي هم د مرستې ممكنه موقعو ته د پام ګرځولو سره په خبرو كښې برخه واغسته كومې چې دواړو هېوادونو ته ګټه رسولې شي۔د نړيوالو اړيكو كار پوهه خالد تيمور اكرم هم په دې موقع موجود ؤ
د خارجه چارو لپاره د سېنېټ قائمه كمېټۍ چيئرمېن سېنېټر عرفان صديقي او سېنېټر سرمد علي د ازبكستان سفارتخانې دوره وكړه
Reliable website for European blackjack entertainment
مضمون کا ماخذ : وائکنگز گو برزرک