اسلام آباد 12 جولائي (اے پي پي) پاکستان او آذربائيجان دوه اړخيزه تجارت او د سرمايه كارۍ اړيكو زياتولو ته صلاح شوي ۔ د جمعې په ورځ د توان وزارت (پټروليم ډويژن) لخوا د جاري اعلاميه له مخې د آذربائيجان د اعليٰ كچ سركاري پلاوي د پاكستان پلاوي سره جې مشري ئې وفاقي وزير ډاکټر مصدق ملك كوله ملاقات وكړو ٬ دغسې د آذربائيجان د پلاوي مشري د توان وزير پروېز شهبازوف وكړه۔ د آذربائيجان په پلاوي كښې ?? معيشت نائب وز??ر صاحب ممدوف، ايکسپورټ اينډ انويسټمنټ پروموشن ايجنسي ايګزيکټو ډائريکټر يوسف عبدالائيف، د آذربائيجان د سرمايه کاري کمپنۍ ايګزيکټو ډائريکټر الوي منصوروف، د ډيجيټل ډويلپمنټ او ټرانسپورټ وز??ر صلاحكار ايلچن ممدوف، د ساکر ټريډنګ ګلوبل بزنس ډويلپمنټ مشر توګرال کوچارلي، د انويسټمنټ پروموشن ډيپارټمنټ سينئر سپيشلسټ امين ګليئيف او د پاكستان په پلاوي كښې ?? برېښنا وفاقي وزير اويس لغاري، د مواصلات او نجكارۍ وفاقي وزير عبدالعليم خان، د تجارت وفاقي وزير جام کمال خان، د نيشنل کوآرډينيټر اېس آئي ايف سي ليفټيننټ جنرل سرفراز احمد او وفاقي سيکرټريز شامل وو۔ په دې موقع ډاکټر مصدق ملك د دواړو هېوادونو ترمېنځه په مشتركه مذهب او د كلتوري روابطو په بنياد د دواړو هېوادونو د تاريخي اړيكو تذكره وكړه ٬ ده ووئيل د ملتان کاروان سرائے،د پېړيو پخوانۍ خپلولۍ ثبوت دے٬ د پاکستان پلاوي مېلمه پلاوې د دواړو هېوادونو ترمېنځه د تجارت او سرمايه كارۍ اړيكو زياتولو د موقعو په اړه خبر كړو۔ دغسې وفاقي وزير ډاکټر مصدق ملك په پاکستان كښې ?? سرمايه كارۍ موقعو په اړه تفصيلي پريزنټيشن وركړو۔ ده ووئيل شريكې اړې پراخه كولو لپاره اقتصادي روابطو ته وده وركولو ته اړتيا ده، پاکستان په منطقه كښې ?? تجارتي منډيانو په وده او د مېنځنۍ آسياء نه تر اروپا په جوړو اقتصادي لارو كښې ?? شراكتدار جوړېدو خوښي لري۔ ده د کان کني او معدنيات او په خاص توګه په سرو زرو او پيتلو كښې ?? سرمايه كارۍ د پراخه موقع ذكر وكړو، آذربائيجان په کان کنۍ كښې پوهه لري ٬ ھغه په دې څانګه كښې پاكستان سره مرستې ته وده وركولې شي٬ په ملاقات كښې ?? تېلو او ګاز په څانګو كښې په مرسته هم د خيالاتو څرګندونه وشوه٬ پاكستان د توان د طلب لوئي مركز دے ۔ ده ووئيل دواړه هېوادونه په ګډه د آئي ټي صلاحيت په خاص توګه د مصنوعي ذهانت، مشين لرننګ، انساني وسائلو تربيې څخه ګټه پورته كولې شي۔ دغسې د ب??ېښنا وفاقي وزير سردار اويس خان لغاري د ب??ېښنا په څانګه كښې ?? سرمايه كارۍ موقعو نه راغلے پلاوې خبر كړو كومې چې د آذربائيجان سرمايه کارو له زيات ګټورې ثابتېدې شي۔ د تجارت وفاقي وزير جام کمال خان د آذربائيجان صدر د پاكستان اوسنۍ دورې په مهال د شوو لوظنامو ستائنه وكړه۔ ده نجي څانګو لپاره د جامع بريفنګ په اهميت زور رواړو٬ د آذربائيجان پلاوي په دې لړ كښې په وړآندې كړو تجويزونو كښې ??وښي ولره او د دواړو هېوادونو ترمېنځه د وركنګ ګروپس مضبوطولو لپاره ئې د عزم څرګندونه وكړه۔ په دې موقع پروېز شهبازوف په پاکستان كښې ?? سرمايه کارۍ موقعو په اړه په تفصيلي بريفنګ د پاكستان د پلاوي مننه وكړه۔ ده د وركنګ ګروپس غونډه د زر تر زره كولو په ضرورت زور رواړو۔ د پاکستان پلاوي په پاکستان كښې ?? آذربائيجان د سرمايه کارۍ او په دې معامله په تندۍ سره پېشرفت لپاره د ب??پړ عزم او ملاتړ پخلے وكړو٬ په دې مهال دواړو ډلو فوکل پرسنز مقرر کولو، د منصوبو ټاكنې او دا منظورۍ له زر تر زره خپل قيادت ته وړاندې كولو ته اتفاق وكړو۔
پاکستان او آذربائيجان دوه اړخيزه تجارت او د سرمايه كارۍ اړيكو زياتولو ته صلاح شول
लाइव कैसीनो इंटीग्रिटी एंटरटेनमेंट वेबसाइट
مضمون کا ماخذ : números da sorte loteria