اسلام آباد۔13مارچ (اے پی پی)د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء الله تارړ وئېلي دي پي ټي آئي اروپائې ائتلاف ته په غلط بیانۍ اډاڼه بیانیه وركولو د پاکستان ??لاف سازش کوي ، دا هغه خلق دي چا چې په 9 مئي بريد كښې د شھيدانو یادګارونه وران كړي ، د پي ټي آئي وياندو ته د زندان څخه هېواد ته د زيان ??سولو ھدایات تر لاسه كېږي ، چا له به معیشت ته د زيان ??سولو اجازه ورنه كړو ، د عمران ??ان پشمول د ټولو بنديوانو امنيت باوري كول د زندان چارواكو او اړوند حکومت ذمه واري ده۔ ده د شورو په ورځ پي ټي وي ھیډکوارټرز كښې پریس کانفرنس ته خطاب کولو۔ وفاقی وزیر عطاء الله تارړ ووئېل د اطلاعات وزير په توګه به پورا کوشش كوم جې میډیا ورکرز او د خبريالانو ښیګړې له ګامونه پورته كړم ۔د وزارت دروازې د خبريالانو لپاره پرانستې دي ،زه به هڅه كوم چې د حکومت او میډیا تر مينځه د پل کردار ادا کړم ۔ ده ووئېل وزیراعظم شھباز شریف د منصب سنبھاولو سره معیشت ته د پیښو چیلنجونو مخ نيوي له په تګ لاره كار شروع كړو، تېره ورځ بلومبرګ د پاکستان معیشت بھتر کولو صلاحیت په اړه د وزیراعظم ذکر وكړو ۔بلومبرګ د محمد اورنګزیب ټاكنه د خزانې وزير به توګه غوره ګرځولې ۔ ده ووئېل د خزانې وزیر محمد اورنګزیب په نړيواله كچه يو تجربه لرونكے معیشت پوهه دے ۔ ده ووئېل څه سیاستمدار د خپل سیاست په خاطر د ریاست زيان كوي ، چا له به معیشت ته د زيان ??سولو اجازه ورنه كړو ۔ وفاقی وزیر ووئېل د معیشت سمولو له تګلاره جوړېږي او اقدامات کېږي ۔ د معیشت بھترۍ لپاره وزیراعظم شپه ورځ كار كوي ۔ ده ووئېل وزیراعظم هره ورځ درې څلور غونډې د معیشت پ?? حقله كوي۔ وزیراعظم د ګرانۍ او بے روزګارۍ ختمولو لپاره کار کوي ۔ بل پلو يو سياسي ګوند دے چا ته چې د ځان نه غېر نور څه نه ښكاري او د پاكستان ?? سالمتيا هيڅ پروا نه لري ۔ ده ووئېل د پاکستان چې جی ایس پی پلس اسټیټس چې شته نو زرمبارله به راځي ، زمونږ برآمدات به زياتېږي ، د روپۍ قدر به مستحکم شي، ګراني به كمه شي او د روزګار موقعې به رامخې ته شي ۔ ده ووئېل ځېنې خلق یورپي یونین سره په رابطه کولو د هغوي ته د جي ایس پي پلس اسټیټس د بېرته اغس??و وائي كومه چې د پاکستان ??ریب اولس د ستونزو ښکار کولو ناوره هڅه ده۔ ده ووئېل عمران ??ان په زندان كښې د بادشاهګانو ژوند تېروي ، عمران ??ان له يو كوټه نه بلکې پورا ګیلري د واك لپاره وركرې شوې ۔د زندان مینوئل 1978ءتر مخه ھر بنديوان ??ره په اوونۍ كښې يو ځل د ملاقات كولو اجازه وي، باني چیئرمین پي ټي آئي ته په اوونۍ كښې د 4 ملاقاتونو اجازه وركړې كېده ۔يو ملاقات د وکیلانو، يو د دوستانو، يو ملاقات د سیاسي ملګرو او يو ملاقات د كورنۍ خلقو لپاره ؤ ۔ ده ووئېل عمران ??ان چې د كله نه به زندان كښې دے په سوونو ملاقاتونه ئې كړي ،دغسې عمران ??ان له د ایکسرسائز سامان وركړے شوے۔ ده ووئېل اډیاله زندان ??ره نزدې د تخریب کارۍ په اطلاعات په ملاقاتونو بندیز ولګولے شو، دا خبره بې بنسټه ده چې عمران ??ان له په زندان كښې سھولیات نه وركړے كېږي، ده ووئېل باني چیئرمین پي ټي آئي له چې څه وركړے شو هغه تر نن ورځې بل سیاستمدار له نه دي وركړے شوي ۔
پي ټي آئي وياندو ته د زندان څخه هېواد ته د زيان رسولو ھدایات تر لاسه كېږي ، چا له به معیشت ته د زيان رسولو اجازه ورنه كړو، عطاء الله تارړ
Gold Cash Free Spins Official Entertainment Link
مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈ لاٹری