لاهور 26 فروري (اے پي پي)د پاکستان مسلم ليګ (ن) چيف آرګنائزر او د نواز شريف لور مريم نواز شريف د 220 وووټونو په ترلاسه كولو د پنجاب وزيراعلٰې وټاكلې شوه ٬ مريم نواز شريف به د هېواد په تاريخ كښې د پنجاب وړومبنۍ اعليٰ وزي??ه وي۔ د ګل په ورځ پنجاب اسمبلۍ كښې اپوزيشن سني اتحاد کونسل ?? وزير اعليٰ د ټاكلو په عمل كښې برخه وانغستله ٬د پنجاب اسمبلۍ سپيکر ملك احمد خان نتيجه اعلانولو كښې ووئيل مريم نواز 220 ووټونه اغستې دي او د دې په مقابل كښې آفتاب احمد خان يو ووټ نه دې اغستے۔ د دې نه وړاندې د پنجاب وزيراعلي انتخاب لپاره د اسمبلۍ غونډه د سپيکر ملك احمد خان په مشرۍ كښې پېل شوه ٬ په دې موقع د پنجاب اسمبلۍ قائد ايوان انتخاب لپاره د دوو اميدوارانو د مسلم ليګ (ن) مريم نواز شريف او د سني اتحاد کونسل ??انا آفتاب مقابله وه۔ په دې موقع غونډه كښې د چغو سورو په مهال د سني اتحاد کونسل ??ړو رانا آفتاب ته د خبرې كولو په اجازه نه ترلاسه كېدو د ايوان څخه واك آٶټ وكړو۔ په دې موقع مريم نواز ووئيل ګټه بېلات د سياست برخه ده ٬ دوي له واك آٶټ نه ؤ پكار ٬ ټول به په شريكه مخ په وړاندې ځوو ٬ ګټه بېلات د جمهوريت ښكلا ده٬ دې ووئېل اپوزيشن دې راوبللے شي او د دوي ته د خبرې موقع وركړې شي ٬ په دې موقع د رولنګ په مهال سپيکر ووئيل مريم نواز د خېر سګالي پېغام وركړے٬ دا د ستائنې وړ اقدام دے٬ د ھغې رويه مثبت او د جمهوري رواياتو له مخې ده٬ ده ووئېل د آئين آرتيکل 130 نن د خبرو اجازه نه وركوي ځكه چې نننۍ اېجنډا يواځې د قائد ايوان ټاكنه ده٬ دغ?? ېسپيكر د سني اتحاد كونسل ??ړو بېرته ايوان ته راوستلو لپاره كمېټي جوړه كړه او په دې د سني اتحاد كونسل ??ړو بائيکاټ ختم کړو٬ ۔ په دې موقع سپيكر ووئيل په آئين د عمل كولو مې سوګند پورته كړے ٬ دغ??ې د ټاكنې باقاعده پراسېس پېل كړے شو۔ د ووټنګ په بشپړېدو سپيكر ووئيل مريم نواز 220 ووټونه ترلاسه كړي او بل كانديد آفتاب احمد خان يو ووټ نه دې اغستے٬ په دې مهال سپيكر مريم نواز له مباركي وركړه او د اېجنډې په بشپړېدو سپيكر غونډه تر نامعلومې مودې وځنډوله۔
مريم نواز شريف د 220 ووټونو په ترلاسه كولو د پنجاب اعلې وزيره وټاكلې شوه
Official entertainment entrance of legends about people
مضمون کا ماخذ : کراچی لاٹری