پېنډۍ 13جنوری(اے پی پی) د زده كړو او پېشه ورې تربيې نګران وفاقي وزير مدد علی سندھی وئيلي دي چې د پاكستان د پرمختګ او سوكالۍ يوازينۍ لاره زده كړې دي٬ د زده كړو معيار ښه كول او سكولونو څخه بهر ماشومانو سكولونو ته راوستل اولن?? ترجيح ده۔ د دې خيالاتو څ??ګن??ونه ده تېره ورځ په نېشنل کالج آف آرټس راولپنډي كېمپس كښې د ډګري شو پرانستې دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ په دې موقعه د نېشنل کالج آف آرټس وائس چانسلر پروفېسر ډاکټر مرتضٰی جعفری هم موجود وو?? نګران وفاقي وزير ووئيل د پرمختګ پلو د وړاندې تللو لاره زده كړې دي او د حكومت لومړۍ ترجيح د زده كړو معيار ښه كول دي۔ ده ووئيل ځوانان زمونږ د سباؤن تر ټولو قيمتي اثاثه دي٬ دوئي سره زمونږ سباؤن تړلے دے۔ مونږ له به د راتلونكو نسلونو غوره منصوبه بندي كول وي او دوئي ته به د زده كړو آسانۍ وركول وي۔ ده وئيل دا مهال لويې شمېر ماشومان زده كړو څخه محرومه دي۔ د حكومت لومړ?? ترجيح سكولونو څخه بهر ماشومانو سكولونو ته راوستل او دوئي ته عصري او معياري زده كړی وركول دي۔ په ډګري شو كښی د انسټیټیوټ د ټولو څانګو پاس آؤټ زده كوؤنكو فن پارے ډسپلے كړې شوې?? نګران و فاقي وزير د زده كوؤنكو د تخليقي سوچ او هڅو ستائنه كولو سره ددوئي ډاډګيرنه وكړه۔
د پاكستان د پرمختګ او سوكالۍ يوازينۍ لاره زده كړې دي٬ د زده كړو معيار ښه كول او سكولونو څخه بهر ماشومان سكولونو ته راوستل اولنۍ ترجيح ده٬ مدد علي سندھي
Curse of Athena Official Entertainment Portal
مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈ نمبر