پیښور 17نومبر (اے ??ی پی)د پاكستان پيپلز پارټي چيئرمېن بلاول بهټو زرداري وئېلي دي انشاﺀالله د فرورۍ په 8مه نېټه به زمونږ نعره زمونږ منشور كامياب شي٬ د غشي كاميابېدو سره به اولسي راج قائم كړے شي٬وزيراعظم به هم جيالا وي او وزيراعلٰی به هم ٬په تېر وخت كښې چې څه شوي ??غه شوي اوس مونږ مخ په وړاندې تلل غواړو ۔په مردان كښې وركرز كنونشن ته په خطاب كښې بلاول بهټو زرداري ووئيل مونږ يو نوے سياست معارفي كول غواړو چې پكښې د تقسيم او سپكو سپورو سياست پرېښودل او نوے روايت جوړول دي او هېواد په نوې انداز مخ په وړاندې بوتلل شي۔بلاول بهټو ووئيل زمونږ مقابله د كوم سياسي ګوند سره نه ده٬زمونږ مقابله د ګرانۍ٬بې روزګارۍ او غريبۍ سره ده او مونږ ټول به په ګډه د دې مسئلو حل كولو هڅه كوو۔??ه ووئيل پيپلز پارټي د پاكستان ا??لس پلو ګوري٬زمونږ بنيادي اصول دا دي چې د طاقت سرچينه ا??لس دے او ا??لس دا حق لري چې په خپله پريكړه وكړي٬ ??ه ووئېل د هېواد حكمران به څوك وي٬زه د پاكستان د ا??لس ټولو پريكړو منلو له چمتو يم٬ا??لس چې كومه هم پريكړه وكړي ??غه به قبلولې شي۔??ه ووئيل نن هېواد د ډېرو ستونزو سره مخ دے٬د معاشي بحران په وجه تاريخي غريبي او بې روزګاري ده٬د دې مسئلو حل كولو لپاره به پاكستان پيپلز پارټي كاميابول وي دغسې چې مونږ اولسي راج جوړ كړو او مونږ به په ګډه پاكستان د دې مسئلو څخه بهر كوو۔??ه ووئيل پي پي پي يو جمهوري٬وفاقي او د ټولو څخه زيات اولسي ګوند دے۔مونږ د پاكستان په ا??لس باور كړے او مونږ په مېدان كښې ټولو ګوندونو له دا تجويز هم وركوو چې هغوي هم په ا??لس باور وكړي٬انشاﺀ الله د فرورۍ په اتمه نېټه به زمونږ غږ او منشور كاميابېږي۔ ??ه ووئېل وزيراعظم او وزيراعلٰی دواړه به جيالا وي٬تېر وخت كښې چې څه هم شوي ??غه هېرول او مخ په وړاندې به تلل وي۔
انشاﺀالله د فرورۍ په 8مه نېټه به زمونږ نعره زمونږ منشور كامياب شي۔بلاول بهټو زرداري
Super Strike Entertainment Platform Official Website
مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈ لاٹری