اسلام آباد۔29اکتوبر(اے پی پی) نګران وزيراعظم انوارالحق كاكړ د تركيې سره په څو اړخيزه سټراټيجك او په خاص توګه په اقتصادي ډګر كښې د اړيكو مضبوطولو لپاره د پاكستان عزم يو ځل بيا څرګندولو سره وئيلي چې قوي اقتصادي ملګرتيا او باثباته اړيكې به په راتلونكي وخت كښې زمونږ دوه اړخيزه اړيكې نورې هم مضبوطې كړي۔ د ترکیې د جمهوریت د سلمې کلیزې په مناسبت د پاکستان وزيراعظم په خپل پېغام كښې ووئیل چې په دې مناسبت د پاکستان د حکومت او خلکو په استازیتوب د ورور هیواد ترکیې خلکو ته د زړه له کومې مبارکي وایم۔ ده ووئيل په 29 اكتوبر كال 1923 د ترک قوم د ستر لارښود غازي مصطفی کمال اتاترک په مشرۍ كښې د آزادۍ مبارزه د تركيه جوړېدو په صورت كښې كاميابه شوه۔ د آزادۍ لپاره د ترکیې د خلکو نه ستړی کیدونکی عزم او زړورتیا اوس هم د نړۍ د ازادۍ غوښتونکو خلکو لپاره یو د تقليد وړ او فعاله مثال دے۔ ده ووئيل په تېره يوه پېړۍ کښې ترکيې د ژوند په ټولو ډګرونو کښې د پرمختګ پړاوونه تېر کړي دي۔ نګران وزيراعظم ووئيل د ترکيې د صدر رجب طيب اردوان په بي مثاله مشرۍ کښې د اقتصادي پرمختيا او د دوه اړخيزه امن او سوکالۍ هدفونو ترلاسه کولو کښې د ترکيې کردار په نړيواله کچه ستائلې شوې دې۔ ده ووئيل نن چې د ورور هېواد تركيې اولس د خپل هېواد جوړېدو سلمه كاليزه لمانځي نو پاكستاني وروڼه او خويندې يې په تېره يوه پېړۍ كښې د بې شمېره كاميابو په جشن لمانځلو كښې ترڅنګ ولاړ دي۔ ده زياته كړه چې په پاکستان کښې د ترکيې له لومړي سفير سره د خبرو پر مهال د ملت بابا قائد اعظم محمد علي جناح وئيلي وو چې د پاكستان مسلمانان ستاسو هېواد لپاره د مينې او احترام جذبې لري او اوس پاكستان او تركيه د آزاد او خپلواكه هېوادونو په حېث دوه اړخيزه ګټې له د خپلو اړيكو لا مضبوطولو په لړ كښې ګامونه پورته كولې شي۔ انوارالحق کاکړ ووئیل دا خبره د اطمينان وړ ده چې زمونږ دوه اړخيزه اړيكې وخت تېرېدو سره سره لا مضبوطېږي۔ د هائي لېول اسټرېټجك كوآپرېشن كونسل (اېچ اېل اېس سي سي) او اسټرېټجك اكنامك فرېم ورك (اې اي اېف) په شمول اداره جاتي همكارۍ د دفتاع ٬ معيشت ٬ روغتیا، تعلیم، کرنې، سیاحت او کلتور په برخو کښې همکارۍ لپاره سباؤن تقاضو سره سم د اولسي او لارښودنې ډول همكارۍ ته د ودې وركول پلو د پام ګرځولو موقعه وركړې ده۔ ده ووئيل كه په تركيه كښې د 2023م كال فرورۍ مياشتې زلزله وي يا په كال 2010 او 2022 كښې پاكستان كښی راغلې سېلاب يا د كال 2005 زلزله وي دواړه هېوادونه د يو بل ترڅنګ ولاړ پاتے شوي دي۔ ده ووئيل د پاكستان اولس د دوهمې پېړۍ په پيل كښې د تركيې د اولس د پرمختګ او سوكالۍ دعا كوي۔ ده دعا وكړه چې پاك پروردګار دے دې د دواړو هېوادونو د مينې او احترام دا رشته ټول عمري له هم داسې قائمه او دائمه ساتي۔ تل دې وي پاك ترك ملګرتيا!
پاك ٬ ترك څو اړخيزه سټراټيجك تړون او په خاص توګه په اقتصادي ډګر كښې د اړيكو مضبوطولو عزم لرؤ٬ د نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ د ترکیې د جمهوریت د سلمې کلیزې په موقعه پيغام
مضمون کا ماخذ : resultados loteria Bahia