اسلام آباد 18نومبر(اے پی پی)د انفارمېشن ټېكنالوجۍ او ټيلي كميونيكېشن وزير مملكت شزه فاطمه خواجه وئېلي دي موجوده دور كښې د مېرمنو تر ټېكنالوجۍ او انټرنيټ رسنه ډېره ضروري ده٬حكومت د ډيجيټل صنفي تقسيم خاتمې لپاره عزم لري٬ سمارټ فون فار آل پالېسۍ باندې كار روان دے۔د دې خيالاتو څرګندونه دې د ګل په ورځ په قطر كښې كنفرنس “ډيجيټلائزېشن اينډ وومن ان پوليټيكس”ته د وېډيو ليك د لارې خطاب كښې وكړه۔دې ووئيل موجوده دور كښې د مېرمنو تر ټېكنالوجۍ او انټرنيټ رسنه ډېره ضروري ده٬د ډيجيټل ډيوائسز او انټرنېټ رسنې څخه ميرمنې خپلواكه جوړېدې شي۔شزه فاطمه خواجه ووئيل حكومت د ډيجيټل صنفي تقسيم خاتمې لپاره عزم لري٬ د مېرمنو موبائل فون٬آئي سي ټي كارولو كښې د ولاړو خنډانو خاتمې لپاره اقدامات كوو۔دې ووئيل د مېرمنو سياست كښې راوستلو لپاره سماجي٬معاشي خنډان موجود دي٬د ډيجيټلائزېشن د لارې به مېرمنې خپلواكه جوړولو سره قامي سياسي دائره كښې راوستلې شي۔وزير مملكت ووئيل د مېرمنو تر ډيجيټل اكانومي رسنې لپاره د چينډر ډيجيټل ډيوائيډ په پالېسۍ كار كوو٬وزيراعظم فري ليپ ټاپ سكيم ډيجيټل ټولز رسنه كښې مهم كردار ادا كوي٬دغسې د سمارټ فون فار آل پالېسۍ باندې كار روان دے۔
موجوده دور كښې د مېرمنو تر ټېكنالوجۍ او انټرنيټ رسنه ډېره ضروري ده٬سمارټ فون فار آل پالېسۍ باندې كار روان دے۔د وزير مملكت شزه فاطمه كنفرنس ته وېډيو لنك خطاب
مضمون کا ماخذ : números da sorte loteria