بلاول بهټو په بنوں كښې د ترهه ګرو په ضد د کارروائی په مهال شهيدو شوو د پاك پوځ ځوانانو ته پيرزوئنې وړاندې كړې


کراچۍ 31 اکتوبر (اے پي پي)د پاکستان پیپلز پارټي چیئرمېن بلاول بھټو زرداری په بنوں كښې د خوارج ترهه ګرو په ضد د کارروائی په مهال شهيدو شوو د پاك پوځ ځوانانو ته پيرزوئنې وړاندې كړې ۔د بلاول هاؤس میډیا سیل د اړخه جاري شوي بيان له مخې بلاول بھټو زرداری شهيد شوي میجر عاطف خلیل، نائیك آزاد اللّٰہ او لانس نائیك غضنفر عباس ته پيرزوئنې وړاندې كړې۔ده ووئيل میجر عاطف خلیل، نائیك آزاد اللّٰہ او لانس نائیك غضنفر عباس به د قام په زړونو كښې عمر له ژوندي وي ۔بلاول بھټو زرداری ووئيل د ځپليو كورنيو په غم كښې شريك يو ٬ ده د شهيدانو لوړو درجو لپاره دعا اوكړه۔د پی پی چیئرمېن ووئيل د عملياتو په مهال 8 ترهه ګر وژلې شوي كوم چې زمونږ د ځوانانو د بهادرۍ او عزم ښكاره ثبوت دے۔

متعلقہ مضامین