لاهور 28 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان د جرائم پېشه كسانو په ضد د بشپړه كارروائۍ كولو امر كړے او وئيلي ئې دي كه په افسرانو كوم فشار راغلو ن?? زه به ورسره ولاړ يم ۔ ده دا امر د ګل په ورځ پنجاب كښې د امن او امان صورتحال په اړه د لوړې پاې غونډې مشري كولو په مهال وكړو۔ په غونډه كښې د كورنيو چارو وفاقي وزير اعجاز احمد شاه٬ د تعليم او تربيې وفاقي وزير شفقت محمود٬ د وزيراعظم خاص مرستيالې ډاكټر ??ردوس عاشق اعوان٬ د پنجاب وزيراعلٰي سردار عثمان بزدار٬ د قانون صو??ائ?? وزير محمد بشارت راجه٬ صو??ائ?? وزير محمد هاشم ډوګر٬ د لوبو صو??ائ?? وزيړ محمد تېمور خان٬ د محنت صو??ائ?? وزير انصر مجيد خان٬ د پنجاب چيف سېكتر يوسف نسيم كهوكهر او ن??رو اعلٰي چارواكو ګډون وكړو۔ په غونډه كښې د پنجاب آئي جي د صوبې د امن او امان صورتحال او په دې لړ كښې د شوو اقداماتو په اړه بريفنګ وركړو۔ وزيراعظم عمران خان په قصور او چونيا كښې په ماشومانو د تېري د پېښو او په چائلډ پورنوګرافي كښې د ككړو عناصرو په ضد په شپږو مياشتو كښې دننه د يوې مربوطې حكمت عملې له مخې په واضح پلان د عملدرآمد په اړه خبر كړې شو۔ وزيراعظم عمران خان په قصور او چونيا كښې په ماشومانو د تېري پېښو په اړه ووئيل په دې پېښو سخت دړدېدلې يم ٬ د دې جرم په وجه د الله عذاب راځي۔ وزيراعظم د پنجاب وزيراعلٰي او اړوندو چارواكو ته امر وكړو چې هغه دې د قصور٬ چونيا او ن??رو ځپليو سيمو دورې كولو سره هلته علماﺀ٬ صاحب حيثيت خلقو٬ د سكولونو ښوونكو او مور او پلارانو سره ملاقاتونو كښې ماشومان د دې جرم نه د بچ كولو مناسبې تربيې او په دې كښې ككړ كسان په ګوت?? كولو لپاره د خبرتيا كمپائن پېل كړي۔ وزيراعظم ووئيل په دې لړ كښې دې د اولس خبرولو يو بشپړه كمپائن وچلولې شي ځكه چې د دې جرم مقابله حكومت او اولس په ګډ?? كولې شي۔ وزيراعظم د لويو جرائم پېشه عناصرو په ضد د بشپړه كارروائې كولو امر هم وكړو او وې وئيل كه په دې لړ كښې په افسرانو كوم فشار راغلو ن?? هغه به سره ولاړ وي۔
د وزيراعظم عمران خان د جرائم پېشه كسانو په ضد د كارروائۍ امر
مضمون کا ماخذ : رومن دولت