لاهور۔29دسمبر(اے پی پی) د پټروليم وفاقي وزير ډاكټر مصدق ملك وئيلي دي چې د سياسي ګوندونو ترمينځ مذاكرات خوشبين دي٬ د مسئلو حل د مذاكراتو د لارې ممكن دے٬ د هېواد ګټې دې په سياسي قربان نه كړې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د اتوار په ورځ 21 مې نړيوال فارمېسی کنفرنس او د نندارتون پرانستې دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ وفاقي وزير ووئيل په نړۍ كښې هره يوه څانګه تندۍ سره ټېنكنالوجۍ ته منتقل كيږي او د فارمېسي څانګه زيات اهميت لري۔ ده ??وئيل كه ځوانان خپل ژوند كښې خواري او وفاداري خپل شعار جوړ كړي نو د نړۍ كوم هم طاقت دوئي ته ماتې وركولې نه شي۔ ده ??وئيل كه تاسو د هېواد په ضد خبرې كوۍ نو بيا ??ه څوك خو تاسو څخه پوښتنه كوي۔ كه تاسو وايۍ چې په ټاكنو كښې ټګي شوې ده ??و پخپله وګورۍ چې كوم فارم 47 يا 45 دے۔ په دې بايد يو په زړه پورے عمل اختيار كړے شوے وے۔ بلكه تاسو د هېواد سلامتيا په داؤ ولګوله۔ دا كوم سياست دے؟ ده ??وئيل پي ټي آئي آئي اېم اېف ته چيټۍ ليكلې چې هېواد ته قرضه مه وركوۍ۔ د پي ټي آئي لخوا په امريكا كښې د پاكستان په ضد د منظور كړې شوو قراردادونو نتيجې رامخې ته كيږي۔ ده ??وئيل د سياسي ګوندونو ترمينځه د مذاكراتو پېل خوشبين دے ٬ د مسئلو حل د مذاكراتو د لارې ممكن دے۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ??وئيل د تېر كال په مقابله كښی صارفينو ته د سوئي ګاز رسنه بهتر ده۔ سهار 5 بجو څخه د شپې تر 10 بجو د ګاز رسنه روانه ساتلې شي۔ ده ??وئيل په ځيې ځايونو كښې د پرېشر كمې شته په كوم چې قابو موندلو له هڅې كولې شي
د سياسي ګوندونو ترمينځ مذاكرات خوشبين دي٬ د مسئلو حل د مذاكراتو د لارې ممكن دے: ډاكټر مصدق ملك
बीएसपी कार्ड गेम इंटीग्रिटी मनोरंजन प्रवेश द्वार
مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈ کی پیش گوئی