اسلام آباد۔29دسمبر(اے پی پی) د برطانوی هاؤس آف لارډز غړي لارډ قربان حسېن وئيلي دي چې د فلسطين او كشمير پېچلې شخړو د ملګرو ملتونو د قراردادونو په رڼا كښ?? فوري حل نړيوال امن لپاره ضروري دے ٬ په غزه كښ?? د روانې عامې وژنې او ظلم مثال په ټول انساني تاريخ كښ?? نه ترلاسه كيږي٬ نړيوالې ادارې دې فوري سيز فائر لپاره فعاله ګامونه پورته كړي۔ ده د اتوار په ورځ د تحریک انسټی ټیوټ آف پیس اېنډ ډېوېلپمنټ انسپاډ صدر او د كشمير د وزيراعظم د بشري حقونو پخواني سلاكار ډاکټر اېم طاہر تبسم په استوګنه د هغه په مشرۍ كښ?? ملاقات كوؤنكي پلاوي سره خبرو كښ?? وكړه۔ لارډ قربان حسین ووئيل د هند انتها خوښې حكومت نه يوازې په كشمير كښ?? په مسلمانانو زور او زياتې كوي بلكې د مسلمانانو ٬ سكھانو او ټولو اقليتونو په ضد د تور ??انون ??اندې په ظلم او زياتي كښ?? هم ككړ دے۔ ده ووئيل په برطانيه كښ?? ژوند كوؤنكي پاكستاني او كشميري وګړي د خپل وس له مخې د كشمير مسئله په ډاګه كوي۔ ده ووئيل تمه ده چې برطانوی حکومت به د كشمير مسئلې حل كولو له عملي كار وكړي۔ لارډ قربان د انسپاډ د ستائنې وړ هلې ځلې او ستړې ستائلو سره د كشمير مسئلې حوالې سره د ډاكټر طاهر تبسم د هڅو ستائنه وكړه۔ د انسپاډ صدر د لارډ قربان بشپړه هڅې او خذمات وستائل كوم چې هغه په هاؤس آف لارډز او سياسي مېدان كښ?? كوي۔ ده هيله ولرله چې هغه به سباؤن كښ?? هم لارښودنه او مشري روانه وساتي۔ لارډ قربان د انسپاډ لخوا د غرمې مېلمستيا كښ?? ګډون ??م وكړو۔
د ملګرو ملتونو د قراردادونو په رڼا كښې د فلسطين او كشمير پيچلې شخړو فوري حل نړيوال امن لپاره ضروري دے ٬ نړيواله اداره دې په غزه كښې فوري سيز فائر له فعاله ګامونه پورته كړي: لارډ قربان حسين
मुर्गों की लड़ाई विश्वसनीयता मनोरंजन प्रवेश द्वार
مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری آن لائن