اسلام آباد 28 اګست (اے پي پي) د تعليم وف??قي وزير خالد مقبول صديقي د پاکستان انسټي ټيوټ آف ايجوکيشن د انجونو تعليم پحقله په شمېرو مشتمل د كال 23-2022 رپورټ په باقاعده توګه اجراء كړو، په يو كال كښې 21 ملين جينكۍ په تعليمي ادارو كښې داخلې شوي٬ ګرد هېواد كښې 28 ف??صد?? تعليمي ادارې جينكو لپاره٬ 31 فيصد مخلوط او 41 ف??صد?? تعليمې ادارې هلكانو لپاره دي، په رپورټ كښې د رامخې ته چېلنجونو مخنيوي لپاره كوټلې اقدامات تجويز كړې شوي۔ د شورو په ورځ د پاکستان انسټيټيوټ آف ايجوکيشن جوړ كړې شوي په پاکستان كښې د انجونو تعليم پحقله شمېرې او په رجحانات اډانه د كال 23-2022 رپورټ اجراء كولو دستوره د ع??ام?? اقبال اوپن يونيورسټۍ په آډيټوريم كښې وشوه ٬ چې پكښې د تعليم وف??قي وزير خالد مقبول صديقي خاص مېلمه ٶ٬ په دستوره كښې د تعليم ايډيشنل سيکرټري حسن ثقلين، د پاکستان انسټي ټيوټ آف ايجوکيشن ډائريکټر جنرل ډاکټر محمد شاهد سرويا، د ع??ام?? اقبال او پن يونيورسټۍ وائس چانسلر پروفيسر ډاکټر ناصر محمود، د پاکستان الائنس فار ګرلز ايجوکيشن ايګزيکټو ډائريکټر فجر نه علاوه نور شراكتدار او نمائندګان هم موجود وو۔ وف??قي وزير خالد مقبول صديقي په دې موقع خپلې وېنا كښې د پاکستان انسټي ټيوټ آف ايجوکيشن د انجونو تعليم په اړه د رپورټ ستائنه كولو سره ووئيل د اسلام آباد پشمول ګرد هېواد كښې چرته چې هم كلنې تعليمي نتيجې ښې راځي په ھغې كښې د جينكو كليدي كردار په نظر راځي، مونږ له خپلو كوچنيانو ته نور اعتماد وركولو سره دوي څخه نورې هم ښې نتيجې ترلاسه كول دي٬ زمونږ دين هم د جينكو د تعليم او تربيې مساوي موقعې وركولو امر كوي۔ ده ??وئيل ډېټا د نړۍ تر ټولو لوي دولت دے٬ راتلونكي جنګونه هم د ډېټا په بنياد كېدونكي دي، مونږ له نه يوازې د زمكيزو حقائقو له مخې ډېټا جوړول دي بلكې د دې به حفاظت هم دغسې كول وي۔ ده ??ثال وركړو چې د بنګله ديش د مجموعي آبادۍ برابر زمونږ ځوانان دي٬ مونږ دوي ته په تعليم او تربيه او هنر وركولو نه يوازې دا د پاكستان لپاره بلكې د نړۍ بحرانونه حل كوٶنكي جوړول دي۔ ده ??وئيل وزيراعظم شهباز شريف د تعليم وزارت په وېنا تعليمي اېمرجنسي لګولې ٬ د دې اېمرجنسۍ له مخې د تعليم وزارت د لانګ او شارټ ټرم پاليسۍ جوړې كړي چې په تندۍ سره پرې كار روان دے۔ دستورې ته د تعليم وزارت ايډيشنل سيکرټري حسن ثقلين٬ د پاکستان انسټي ټيوټ آف ايجوکيشن ډائريکټر جنرل ډاکټر محمد شاهد سرويا سره سره د ع??ام?? اقبال اوپن يونيورسټۍ وائس چانسلر پروفېسر ډاکټر ناصر محمود هم وېنا وكړه۔
وفاقي وزير خالد مقبول صديقي د پاکستان انسټي ټيوټ آف ايجوکيشن د انجونو تعليم پحقله د كال 23-2022 رپورټ اجراء وكړه٬ په يو كال كښې 21 ملين انجونه په تعليمي ادارو كښې داخلې شوي۔ رپورټ
PT electronic reputation entertainment website
مضمون کا ماخذ : پاکستان لاٹری ٹکٹ