اسلام آباد۔15مارچ (اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وف??قي وزير عطاﺀ الله تارړ وئيلي دي چې ځينې خوښي عناصر آئي ايم ايف سره ډيل ختمول غواړي٬ برانډډ پيزار او برانډډ بيګ كارونكي د اولس مرسته بند??لو له احتجاج كوؤنكي د پاكستان خاورې سره هيڅ تعلق نه لري۔ ده د جمعې په ورځ په پي ټي وي هېډكواټرز كښې خبري كنفرنس ته خطاب كولو۔ ده ووئيل كله څخه چې دا حكومت جوړ شوے دے د معاشي بحالۍ او اصلاحات حوالې سره ښه خبررونه رامخې ته كيږي٬ د بلومبرګ په څير نړيواله ورځپاڼه د خزانې د وزير تقرري يوه غوره پرېكړه ګرځوي٬ د وزيراعظم د صلاحيت ٬ مالياتي ادارو سره د مذاكراتو ٬ هېواد ډيفالټ كېدو څخه د بچ ك??لو هڅو او معيشت ته د دوام ورك??لو اعتراف ګرده نړۍ كوي۔ ده ووئيل دا خبره ډېره د افسوس ده چې كوم هېواد دښمنه ګوند د مئي په 9 مه نېټه په ادارو بريدونه وكړل ٬ د شهيدانو يادګارونه يۍ ړنګ كړل اوس آئي اېم اېف پروګرام لمينځه وړل غواړي۔ ده ووئيل ټول بايد واوري چې سياست وروستو او هېواد تر ټ??لو وړاندے دے۔ ده ووئيل آئي اېم اېف مشن سره په زړه پورې چاپېريال كښې خبرې روانې دي٬ سټاك اېكسچېنج مخ په ښه كېدو دے٬ د ملګرو هېوادونو مشرانو حكومت ته هركلے وئيلے دے۔ ده ووئيل وزيراعظم د اېف بي آر د اصلاحاتو ٬ د ټېكس نېټ زيات??لو او د خرڅونو كم??لو خبره كړې ده۔ ده ووئيل بهر هېوادونو كښې مېشته يو موټې عناصر مكروه حركت ك??لو سره په امريكا كښې د آئي اېم اېف ودانې مخې ته احتجاج كوي چې پاكستان ته دې قرض ورنكړې شي ٬ دا خلك بهر ټېكسونه وركوي ٬ د هغوي آسانيو څخه ګټه پورته كوي ۔ هم دا خلق د پوځ په ضد هم احتجاج كوي۔ آئي اېم اېف ته وائي پاكستان ته وركولې كېدونكې قرض دې زمونږ د لارښود خوشې ك??لو سره مشروط كړې شي۔ ده وئيل د امريكائي سازش خبرې كوؤنكي اوس په امريكا كښې دا خبره كوي چې پاكستان سره دې مرسته ونكړې شي۔ ده ووئيل هېواد دښمنه عناصر كه پاك پروردګار ته منظور وي په خپلو ارادو كښې كاميا?? نه شي۔ معيشت به مستحكم شي ٬ شرح نمو به وده وكړي او اېكسپورټس به هم زيات شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د دې هېواد له خاطره به مونږ له دا معامله كول وي چې سياست به كوؤ ٬ د اصلاح لپاره به تنقيد هم كوؤ خو د پاكستان د عزت به خيال هم ساتؤ۔ ده ووئيل دا خلق نه خو پاكستانيان نه دي او نه پاكستان سره مينه لرونكي دي۔ فېشن اېبل کراؤډ دا يوه خبره كوي زمونږ لارښود خوشې كړۍ۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل كومو كسانو چې د معيشت ته د زيان رس??لو هڅه كړی ده هغوي بايد په ګوته كړې شي۔ په دې معاملو بايد غور وكړے شي۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د شوكت ترين په ضد چې څه وخت اېف آئي اے څخه اولنے نوټس جاري شو نو هغه هېواد څخه بهر لاړو٬ په دويم نوټس هغه خپله لور اېف آئي اے ته ولېږله٬ مونږ د خوېندو او لونړو احترام كوؤ۔ ده ووئيل اورنګ??ېب په كراچۍ كښې مقيم وو٬ د حبيب بېنك صدر وو٬ د ده ورور اېډووكېټ جنرل پنجاب پاتے شوے دے ٬ دې پاكستانې شهريت لري۔ ده ووئيل تېره وورځ جے يو آئي اېف يوسف رضا ګېلاني ته د ووټ ورك??لو وعده وكړه مونږ ددې احترام كوؤ۔
ځينې شرخوښي عناصر آئي ايم ايف سره ډيل ختمول غواړي٬ برانډډ پيزار او بيګ كارونكي د اولس مرسته بندولو له احتجاج كوؤنكي پاكستان سره هيڅ تعلق نه لري٬ عطاﺀ الله تارړ
Thai River Wonders Official Entertainment Link
مضمون کا ماخذ : لاٹری آن لائن خریداری