اسلام آباد 10دسمبر (اے پي پي) د كورنيو چارو لنډمهاله وزير سرفراز احمد بګټي خضدار كښې د چاؤدنې سخته غندنه كولو سره وئيلي چې چاؤدنه كښې د سی ټي ډي اېس ایچ او محمد مراد په شهادت دړديدلې يو۔د اتوار په ورځ د كورنيو چارو وزارت د اړخه جاري شوې بيان له مخې د كورنيو چارو وزير سرفرازبګټي د شهيد شوې اېس ايچ او كورنۍ سره غمرازي كولو سره وئيلي چې په دې سخت وخت كښې مونږ د غمجنې كورنۍ په غم كښې برابر شريك يو۔د كورنيو چارو وزير په چاؤدنه كښې د ژوبل شوې وګړو له ښه طبي آسانيو وركولو سپارښتن هم وكړه۔ده ووئيل ترهه ګر زمونږ امنيتي ځواكونه په نښه كولو سره په بلوچستان ك??ې امن ته زيان رسول غواړي،د ترهه ګرو ناوړه كاروائي زمونږ د ځوانانو حوصلې نه شي كمولې۔ده ووئيل د بلوچستا?? پشمول ټول هېواد څخه د ترهه ګرو ختمولو نه پس به په قلاره كېښنو،ټول قام د هېواد په خاطر خپلو ځانونو قرباني وركونكو ته سلام كوي، د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د شهيدانو وينه به بے ځايه نه ځي۔
د كورنيو چارو لنډمهاله وزير سرفراز احمد بټټي خضدار كښې د چاؤےدجنې غندنه وكړه
Prosperous jewelry entertainment platform entrance
مضمون کا ماخذ : پاکستان لاٹری نمبر