اسلام آباد۔31 اګست(اے پی پی) په ګرد هېواد كښې حلقه بندۍ او په وخت ټول ټاكنې كولو له د الېكشن كمېشن سياسي ګوندونو سره دوه مشاورتي غونډې وشوې۔ اولنۍ غونډه سهر 11 بجې د تحريك لبېك پاكستان او دويمه په 2 بجې ماسپخين د پاكستان مسلم ليګ (ق) پلاوي سره وشوه۔ د غونډې مشري چيف الېكشن كمېشن سكندر راجه سلط??ن كوله۔ په غونډه كښې د الېكشن كمېشن غړو سره سره سېكرټري او نورو مشرانو ??ار??اكو ګډون وكړو۔ د زيارت په ورځ د الېكشن كمېشن لخوا د جاري شوي بيان لمخې د تحريك لبېك پاكستان لخوا چوهدری رضوان ، محمد قاسم ، ضیاء الرحم?? ا?? چوهدری اظہر او د پاكستان مسلم ليګ (ق) لخوا محمد طارق حسین ، فرخ خان، غلام مصطفی ، رضوان صادق او حافظ عقیل جلیل په غونډه كښې ګډون وكړو۔ د تحریک لبیک پاکستان پلاوي الېكشن كمېشن ته بريفنګ كښې ووئيل د اسلام آباد په بلدياتي ټاكنو كښې حكومت د يونين كونسلونو شمېره 50 څخه 101 او دې څخه وروستو 125 كړه او دا د حكومت بدنتيتي وه چې په نتيجه كښې يۍ ټاكنې ونكړې شوې له دې كبله دا اختيار بايد حكومت سره نه وي۔ پاكست??ن كښې دې يونين كونسلونو ته اختيار وركړې شي دغسې چې لوكل ګورنمنټ ښه شي۔ الېکشن کمېشن دې انتخابي فهرستونو څخه د وفات شويو ووټرانو نومونه بهر كړي۔ د الېكشن په مهال ميډيا لويو سياسي ګوندونو ته كورېج وركوي او تحريك لبېك پاكستان ته كورېج وركولې نه شي۔ دغسې 90 ورځو كښې دې سپېځلې ټاكنې وكړې شي۔ چیف الیکشن کمشنر ووئيل د آرټيكل 140-A لاندې الېكشن كمېشن د صوبو د لوكل ګورنمنټ د قانون لمخې د الېكشن كولو پابند دے۔ صوبې او حكومتونه الېكشن كول نه غواړي۔ د وفات شويو ډېټا مو فهرستونو څخ?? لرې كړې ده او دا كار په مستقل بنيادونو روان دے۔ د پاكستان مسلم ليګ (ق) پلاوي د الېكشن كمېشن د نوې حلقه بندو كولو پرېكړې ملاتړ وكړو۔ دووئيل ووئيل پاكې او سپېځلې حلقه بندۍ او بې پرې ټاكنې كول دې باوري كړې شي۔ دوئي ووئيل الېكشن كمېشن يوه آئيني اداره مونږ دې سره ولاړ يؤ او مونږ په الېكشن كمېشن بشپړه باور لرؤ۔ چیف الېکشن کمشنر پلاويو ته باور وركړو چې د الېکشن کمېشن لخوا د جاري كړې شوي شېډول لمخې د حلقه بندۍ كار به 120 ورځو كښې تر 14 دسمبر بشپړ شي خو الېکشن کمېشن ددې دورانيې كمولو اراد?? لري او دې څخه وروستو به د ټول ټاكنو شېډول اعل??ن كړے شي۔
د چيف الېكشن كمشنر سكندر سلطان راجه په مشرۍ كښې د الېكشن كمېشن سياسي ګوندونو سره دوه مشاورتي غونډې
Scroll Love Entertainment Platform APP
مضمون کا ماخذ : پاور بال کے اعدادوشمار