اسلام آباد۔17جولائی (اے پی پی) د وزيراعظم د كشمير او ګلګت بلتستان چارو صلاحكار قمرزمان كائره وئېلي دي چې وزيراعظم محمد شهباز شريف په ګلګت بلتستان كښې په ز??ات شوې ټرافېكي پ??ښو د تشويش څرګندونه كولو سره د دې مخ نيوي هدايات كړې دي٬د پ??ښو ښكار شوي زياتره كسان د سيمو سيل كونكي سېلګري دي۔د ګل په ورځ د كشمير او ګلګت بلتستان چارو صلاحكار قمرزمان كائره په مشرۍ كښې آن لائن غونډه وشوه چې پكښې ګلګت بلتستان په خاص توګه ستره لار زيات شوي ټرافېكي پ??ښو مخ نيوي لپاره په اقداماتو غور وشو۔په غونډه كښې د كشمير چارو سېكرټري٬د ګلګت بلتستان چيف سېكرټري٬د موټرويز آئي جي٬د ګلګت٬ بلتستان آئي جي ګډون وكړو۔په دې موقع قمرزمان كائره ووئيل چې وزيراعظم محمد شهباز شريف په ګلګت بلتستان كښې په ز??ات شوې ټرافېكي پ??ښو د تشويش څرګندونه كړی٬وزيراعظم هدايات جاري كړې چې د دې پ??ښو مخ نيوي لپاره دې ??مد??تي اقدامات پورته كړی شي٬ د پ??ښو ښكار شوي زياتره كسان د سيمو سيل كونكي سېلګري دي۔ده ووئيل چې سېلګري ګڼ شمېر ډرائيوران په سختو لارو د ډرائي??نګ بشپړه پوهه نه لري٬سېلګري دې د سختو لارو ممكنه خطرو څخه خبردار كړی شي٬د پېښو مخ نيوي لپاره د ګلګت بلتستان په مهمو سترو لارو د موټروے پوليس تعينات كولو پريكړه كړی ده۔ده ووئيل چې د موټروے پوليس اعلٰی چارواكې به په 24 ساعتونو كښې دننه د ګلګت بلتستان دوره وكړي٬په مهمو ځايونو د موټروے پوليس تعيناتۍ كښې صوبائي حكومت هر ممكنه مرسته كوي٬د پېښو خطرو په ځايونو سائن بورډ ولګولې شي۔قمرزمان كائره ووئيل چې په مهمو سترو لارو سائن بورډز او د حفاظتي ديوالونو رغونه دې باوري كړی شي٬د پېښو مخ نيوي لپاره تفصيلي تجاويز به وزيراعظم ته وړاندې كولې شي۔
د قمر زمان كائره په مشرۍ كښې آئن لائن غونډه٬ ګلګت بلتستان په خاص توګه ستره لاره زيات شوې ټرافېكي پیښو مخ نيوي لپاره په اقداماتو غور
Wild bounty showdown online entertainment website
مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈ کے نتائج