اسلام آباد 16اکتوبر(اے پی پی)د قامي اسمبلۍ سپيكر راجه پروېز اشرف د پاكستان وړومبي وزيراعظم شهيد لياقت علي خان ته د عقيدت پیرزوئنې وړاندې كولو سره وئېلي دي د شهيد لياقت علي خان شمېره د پاكستان د آزادۍ د تحريك د وړومبي صف په مشرانو كښې كېږي۔شهيد لياقت علي خان د پاكستان د آزادۍ په تحريك كښې د پاكستان باني قائداعظم محمد علي جناح بشپړه ملګرتيا كړی ده ۔د ګل په ورځ د شهيد ملت 72مه كليزې په موقع په خپل پیغام كښې ده د شهيد لياقت علي خان د هېواد او قام لپاره خذمات ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كړی او وئېلې يې دي د پاكستان جوړېدو نه پس هېواد ته رامخې ته شوې مسئلو حل كولو كښې شهيد لياقت علي خان نه هېرېدونكے كردار ادا كړے ٬ ده ووئېل شهيد لياقت علي خان زمونږ د قامي او سياسي تاريخي ځالانده باب دے٬د هغه د هېواد او قام لپاره خذمات به تل ياد ساتلے شي۔د قامي اسمبلۍ سپيكر راجه پروېز اشرف د لوي څښتن څخه د شهيد لياقت علي خان لوړو درجو لپاره دعا هم وكړه
شهيد لياقت علي خان زمونږ د قامي او سياسي تاريخي ځالانده باب دے۔راجه پروېز اشرف
مضمون کا ماخذ : sorteos dupla sena