اسلام آباد۔14فروری(اے پی پی) خارجه وزير بلاول بھټو زرداري وئيلي دي زمونږ فارن سروسز چارواكو په ګرد?? نړۍ كښې د پاكستان دريځ په غوره ډول وړاندې كړې دې٬ په جنېوا كښې د کلائیمېټ ریزیلیئنټ پاکستان کنفرنس په موقع?? نړيوالې ورورولۍ زمونږ بشپړه ملګرتيا وكړه٬ په سخت وخت كښې د نړۍ زمونږ ملګرتيا ??ول زمونږ د غوره خارجه پالېسۍ ثبوت دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ په فارن سروس اكېډمۍ كښې د’??42 مې سپېشلائزډ ډپلومېټک ګرېجواېشن کورس‘‘ دستورې ته د خاص مېلمه په حېث خطاب كښې وكړه۔ خارجه وزير ووئيل پاكستان ??اح??لياتي بدلونونو سره په اړوند هر يو فورم غږ پورته كړو او ګرد?? نړۍ پاكستان سره ودرېده۔ ده ووئيل پاكستان خارجه پالېسي د هېواد د ګټو له مخې مرتب كوؤ٬ مونږ له به خارجه پالېسۍ سره سره په هر مېدان كښې د عصري ټېكنالوجۍ كارولو ته وده ور??ول وي۔ بلاول بھټو زرداری ووئيل په پاكستان كښې تېر كال د راغلي سخت سېلاب څخه وروستو د چين او امريكا په شمول بېلو هېوادونو زمونږ بشپړه مرسته وكړه او دغې څخه وروستو نړۍ په جنېوا كښې ??اح??لیاتی بدلونونو سره د اړوند کلائیمېټ ریزیلیئنټ پاکستان کنفرنس په موقعه زمونږ بشپړه مرسته وكړه۔ ده ووئيل پاكستان ??اح??لياتي بدلونونو سره په اړوند هر يو فورم غږ پورته كړو٬ خارجه پالېسي د هېواد د ګټو له مخې مرتب كوؤ۔ ده زلمو سفارتكارو ته د كور په بشپړ كولو مباركي وركړه۔ ده ووئيل ډائرېکټر جنرل فارن سروس اکېډمی او د ده ډله هم د مباركۍ مستحق ده كومې چې د كورس په كولو كښې مهم كردار ترسره كړو۔ ده ووئيل پاكستان په ځائي او نړيواله كچه د ستونزو باوجود مخ په وړاندې روان دے٬ اتحادي حكومت په لنډه موده كښې كاميابۍ ترلاسه كړې دي په كومو كښې چې د اېف اے ټی اېف ګرے لسټ څخه د پاكستان وتل او پاكستان ته د جي 77 پلس چائنا ګروپ د مشرۍ درناوې ترلاسه كېدل شامل دي۔ ده ووئيل د تېر سخت سېلاب په مهال ختيز څخه تر لوئيديز نړۍ پاكستان سره ودرېده٬ امريكې او چين په سخت وخت كښې د پاكستان مرسته وكړه۔ دغسې اسلامي هېوادونه ٬ اروپائي ائتلاف او آسيان هېوادونه هم پاكستان سره ودرېدل او دا د هېواد د خارجه پالېسۍ كاميابي ده۔ ده ووئيل په فارن سروس اكېډمي كښې د زلمو سفارتكارو د تربيې بشپړ كېدو سره يو سفر ختم شوے او دے سره يو نوے سفر پېل شوے دے۔ خارجه وزير د دې هيلې څرګندونه وكړه چې فارن سروس اکېډمی به داسې ګرېجوېټ تيار كړي كوم به چې هر لحاظ سره قابل وي۔ د دستورې په پايه كښی خارجه وزير بلاول بھټو زرداری فارن سروس اكېډمۍ څخه فراغت ترلاسه كوؤنكو ګرېجواېټس ته سندونه او مېډلز وركړل۔ دې نه وړاندې د فارن سروس اکېډمۍ ډي جي اكېډمۍ ته په راتللو خارجه وزير او نورو مېلمنو ته هركلې ووې او ددوئي مننه يۍ وكړه۔ ده ووئيل په نني پروګرام كښې 21 ګرېجواېټس ته سندونه وركولې شي۔ ده ووئيل اداره د سباؤن غوښتنو سره سمولو له اقدامات كولې شي۔
فارن سروسز چارواكو په ګرده نړۍ كښې د پاكستان دريځ په غوره ډول وړاندې كړې٬ د خارجه وزير بلاول بھټو زرداري د’’42 مې سپيشلائزډ ډپلوميټک ګريجواېشن کورس‘‘ دستورې ته خطاب
Sweet Candy Blast APP Game Platform
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کا انعام