پنډۍ۔11فروری(اے پی پی)د پاكست??ن استخباراتي ادارو د هند يوه بل فالس فلېګ آپرېشن منصوبه ناكامه كړې ده۔ د خفيه اطلاعاتو له مخې مُودی سرکار د فرورۍ په 14 مه نېټه د پ??وا??ه بريد په څلورم تلين د دغه ډول يوې بلې ډرامې كولو منصوبه جوړوي۔ د منصوبې له مخې په 14 فروري د کشمیر په سوئيلي ضلعو كښې بريد لپاره د بارودو يو ډك ګاډے كارول دي۔ په پ??وا??ه، کلګام، انتناګ او شوپیاں كښې په پوځي هدفونو د ځانمر??ې بريدونو كولو اطلاعات دي۔ د كوم ځوان د لارې ځانمر??ې بريد كولو سره تور په پاكست??ن او آئي اېس آئي لګول دي۔ د طاقت په نشه كښې مست هندوستان يو وارې بيا د سيمې امن لمينځه وړل غواړي۔ د ټاكنو وخت راتللو سره مودي سركاري د پاكستان په ضد ناوړه منصوبې جوړول پېل كړي۔ د هند په 9 رياستونو كښې د روان كال په مهال ټاكنې كېږي۔ مُودی سرکار د فالس فلېګ آپرېشن د لارې پاكستان مخالف جذبو له هوا وركولو سره ټاكنې ګټل غواړي۔ په دې اړه باراک اوباما په خپل كتاب The Promised Land كښې ليكلې وو چې د پاكستان مخالف جذباتو په بنياد هندوستان ټاكنو كښې كاميابي غواړي۔ په جنوری2022 كانګرېس لارښود اُدت راج د پ??وا??ه بريد په منصوبه كښې د مودي د ككړ كېدو انكشاف وكړو۔ د نومبر په اولنۍ نېټه كال 2022 لېفټېننټ جنرل اوپندرا بيان وركړو چې هندي پوځ په آزاد كشمير بريد كولو له چمتو دے۔ مُودی سرکار فالس فلېګ آپرېشن جواز جوړولو سره د جنګ بندۍ لوظنامه ختمول غواړي له دې كبله پاكستان نخښه جوړولو له فالس فلېګ آپرېشن كولے شي۔
د پاكستان استخباراتي ادارو د هند يوه بله فالس فلېګ آپرېشن منصوبه ناكامه كړه
Monkey King Legend APP download link
مضمون کا ماخذ : raspadinha resultados