اسلام آباد۔11جنوری(اے پی پی) په پاکستان کښې د سعودي عربستان سفیر نواف سعید المالکي ویلي دي چې په راتلونکو ورځو کښې به د سعودي ډوېلپمنټ فنډ له لارې د پاکستان او سعودي عربستان ترمنځ یو ارب ??الر څخه د زيات ماليت لوظنامې لاس ليك شي۔ دا خبره ده سعودي ټي وي چنېل “الاخباریه” سره خبرو كښې وكړه۔ سفير نواف سعید المالکي وویل کله چې پاکستان په كال 1947 كښې جوړ شو نو سعودي عربستان په هغو لمړنیو هېوادونو کښې ؤ كومو چې پاکستان تسليم كړو او ورسره یۍ مرسته وكړه۔ ده وو??يل د سعودي عربستان د مؤسس نه ??اخله تر خادم الحرمېن الشريفېن سلمان بن عبد العزيز او ولي عهد محمد بن سلمان سعودي حكومت تل د پاكستان ملګرتيا او اقتصادي او مالي مرسته كړې ده۔ ده وو??يل د سعودي عربستان او پاكستان ترمېنځه اړيكې مثالي او ژورې دي او په ټولو څانګو كښې مخ په زياتېدو دي۔ په دې وروستيو كښې د سعودي عربستان لخوا په پاكستان كښې د سرمايه كارۍ تر 10 اربه ډالرو رسول?? له د جاج اخستو اعلان وكړې شو۔ دې سره سره د سعودي ډي??ازټ زياتولو جاج اخستو هم هدايت شوے دے۔ ده وو??يل په راتلونكو ورځو كښې به د سعودي ډويلپمنټ فنډ له لارې د پاكستان او سعودي عربستان ترمينځه د تېلو په څانګه كښې د يو ارب ??الر نه د زيات ماليت لوظنامې لاس ليك شي۔ ده وو??يل دا اقدامات د پاكستان او سعودي عربستان ترمينځه د مضبوطې تذويراتي همكارۍ عكاسي كوي۔دې نه ??ړاندې د سعودي خبري اژانس رپورټ له مخې د سعودي عربستان ولي عهد او وزيراعظم شهزاده محمد بن سلمان په پاكستان كښې د سعودي عربستان سرمايه كاري تر 10 اربه ډالرو رسل?? له د جاج اخستو هدايت كړے وو۔ شهزاده محمد بن سلمان سټېټ بېنك آف پاكستان كښې د سعودي عربستان لخوا د ډي??ازټ په توګه د اېښودلې شوي رقم 5 اربه ته په رسولو دغور كولو هم هدايت كړے دے۔ سعودي پاچا سعودي فرمانروا شاه سلمان بن عبد العزيز تېر كال د اګست په 25 مه نېټه پاكستان كښې د يو ارب ??الرو سرمايه كارۍ امر كړے وو۔ شهزاده محمد سلمان په دې كښې اضافه كول?? له د جاج اخستو هدايت كړې دې۔ تېر كال په 2 دسمبر سعودي عربستان د پاكستان په مركزي بېنك كښې د ساتلې 3 اربه ډالرو موده يو كال نوره غځولې وه۔ سټېټ بېنك آف پاكستان په نومبر 2021 كښې سعودي ډېوېلپمنټ فنډ سره يوه لوظنامه لاس ليك كړې وه چې له مخې يۍ سعودي فنډ 3 اربه ډالره په سټېټ بېنك كښې اېښودلې وو۔ د سعودي خبري اژانس له مخې په سرمايه كارۍ كښې اضافې سره د اړوندې جائزې دا اعلان د ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان او د وزيراعظم شهباز شريف ترمينځه د رابطو په تناظر كښې شوې دې۔ شهزادہ محمد بن سلمان په پاكستان كښې د سرمايه كارۍ هم تر 10 اربه ډالرو زياتول?? له د جاج اخستو هدايت كړے دے۔
د پاكستان او سعودي عربستان ترمينځه د تيلو په برخه كښې يو ارب څخه د زيات ماليت لوظنامې زر تر زره لاس ليك كيدونكي دي ٬ سعودي سفير نواف سعيد المالكي
Tiger makes money APP download website
مضمون کا ماخذ : لوٹومینیا