پاكستان خپلو ترقياتي شراكتدارو سره په ګډه د اوسنو بارانونو او سېلاب څخه د شوي زيان رپورټ ته حتمي شكل وركوي۔وفاقي وزير سردار اياز صادق د كاناډا پلاوي سره خبرې
Gold Fortune Baccarat Game Card Official Link
APP12-120922
ISLAMABAD: September 12 - Federal Minister for Economic Affairs Sardar Ayaz Sadiq chairing a meeting with Mr. Harjit Sajjan, Canadian Minister of International Development at Pak Secretariat. APP
اسلام آباد 12 ستمبر (اے پي پي)د اقتصادي چارو وفاقي وزير سردار اياز صادق وئېلي دي پاكستان خپلو ترقياتي شراكتدارو سره په ګډه د اوسنو بارانونو او سېلاب څخه د شوي زيان رپورټ ته حتمي شكل وركوي۔ده دا خبره د ګل په ورځ د كاناډا نړيوال پرمختګ وزير هرجيت اېس سجن په مشرۍ ك??ې پلاوي سره په ملاقات كښې وكړه۔وفاقي وزير د پلاوي د اقتصادي چارو په وزارت كښې هركلے وكړو او د پاكستان د معاونت او يووالي څرګندونې په اړه ئې د كاناډا عزم وستائېلو۔سردار اياز صادق د كاناډا خپل هم څنګ ته د غېر معمولي بارانونو او سېلاب په سبب پاكستان ته د رامخې ته شوي صورتحال نه خبر كړو۔ده ووئيل پاكستان ك??ې په كال 2010 كښې سېلاب د ګليشيئر وئېلې كېدو په سبب رامخې ته شوے ؤ خو دې ځل دا د موسميا??ي بدلون په سبب رامخې ته شوے۔د كاناډا وزير په پاكستان كښې د سېلاب به امله په ځاني او مالي زيان د زړه نه غمرازي او د افسوس څرګندونې سره ووئېل مونږ د سېلاب د تباهۍ احساس لرو د كوم څخه چې پاكستان تېرېږي٬په دې سخت وخت كښې كاناډا د پاكستان سره ولاړه ده۔ده ووئيل كاناډا د پاكستان ??وي اتحادي دے۔په كاناډا كښې د پاكستان يو ??وي كميونټي د?? كومه چې د پاكستان وروڼو او خوئېندو مرستې لپاره ناقلاره ده او چې څومره مرست?? كولې شې كوي به ۔وفاقي وزير ووئيل وزيراعظم پخپله د نېشنل فلډ رېسكيو كوآرډينېشن كمېټۍ غونډو د لارې هره ورځ د مرستې هلو ځلو څارن?? كوي٬د رېسكيو او مرستې هلو ځلو سپيځلتيا لپاره خاص سټيئرنګ كمېټي هم جوړه كړی شوې ۔دغسې د كاناډا وزير د پاكستان حكومت هڅې وستائېلې