اسلام آباد 14 اکتوبر (اے پي پي) د چين وزيراعظم لي چيانګ د ګل په ورځ په څ??ور ورځنۍ دوره پاکستان ته ??ارسيدلے دے۔ د چين وزيراعظم به د خپلي دورې په مهال د هېواد اعليٰ سول او پوځي قيادت سره ملاقاتونه كوي او شنګھائي مرستي تنظيم د حکومتي مشرانو کونسل غونډه كښې به ګډون كوي۔د چين وزيراعظم سره وزيران او اعليٰ چارواكو پلاوي هم راغلي چې پكښې د خارجه وزارت ٬ تجارت وزارت، نېشنل ډويلپمنټ اينډ ريفارم کمېشن او چين نړيوالي پرمختيائي ايجنسۍ افسران هم شامل دي۔ د چين د كوم هم وزيراعظم د تيرو 11 كلونو نه پس دا وړومبۍ دوره ده۔نورخان ائيربيش ته په رارسيدو وزيراعظم محمد شهباز شريف او نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار، د وفاقي کابيني غړو او سول اعليٰ سرکاري چارواكو د وزيراعظم لي چيانګ تود هركلے وكړو۔ په دې موقع په روايتي پاکستاني لباس كښې دوو ماشومانو هغه ته ?? ګلونو ډالۍ وركړه دغسې هغه ته ?? 21 توپو سلامي هم وكړې شوه۔ د پاکستان د وسله والو ځواكونو يوې چټك ډلي هم ورته ??لامي وكړه۔د چين وزيراعظم به دې نه پس په وزيراعظم هاؤس كښې د وزيراعظم شهباز شريف سره ملاقات کوي چرته ??ه چې هغه ته په رسمي توګ?? د ??ر كلي دستوره كښې ګارډ آف آنر وړاندې كولې شي۔دې نه پس به دواړه وزيراعظمان د پلاويو په كچه خبرې اترې كوي چې پكښې به پد ټولو اړخونو پشمول اقتصادي او تجارتي اړيكو او چين پاکستان اقتصادي راهدارۍ ترمخه په مرسته ?? خيالاتو څرګندونه كولې شي۔ډلي به د چين پاکستان اقتصادي راهدارۍ دوايم پړاؤ (سي پيك ټو) او نور ميګا پراجيکټس ??شمول د دوه اړخيزه مرستي لا قوي كولو لپار?? د ??فاهم په يادښتونو لاس ليك هم كوي۔د چين وزيراعظم به د ګوادر نړيوال هوائي ميدان ورچوئل پرانسته هم كوي۔د پاكستان خپلې دورې په مهال به د چين وزيراعظم د صدر آصف علي زرداري او پاکستان پارليماني لارښودو او اعليٰ عسکري قيادت سره ملاقاتونه كوي،دې نه ځانله به هغه په 15-16 اکتوبر په اسلام آباد كښې كيدونكي شنګھائي مرستي تنظيم (اېس سي او) مشرانو کونسل په غونډه كښې هم ګډون كوي۔
د چين وزيراعظم لي چيانګ په څلور ورځنۍ دوره پاکستان ته راورسيد
जीली इलेक्ट्रॉनिक्स ईमानदार सट्टेबाजी वेबसाइट
مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ کی دستیابی