اسلام آباد۔27 اګست(اے پی پی) نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ د برېښنا د وېش كمپينيو ته د برېښنا د غلا مخنيوي تګلارې ٬ د برېښنا په څانګې اصلاحات او د لنډې ٬ متوسطې او اوږدې مودې پلان زر تر زره وړاندې كولو هدايت كړے دے٬ وزیراعظم په راروانو 48 ساعتونو كښې د برېښنا په زي??تو بلونو كښې كمي لپاره د كوټلي اقداماتو وړاندې كولو هدايت هم كړې۔ هغه دا هدايات د اتوار په ورځ د برېښنا په ب??ونو كښې د رامخې ته شوې اضافې حوالې سره خپله مشرۍ كښې د بېړنۍ غونډې د اولني دور مشرۍ كولو په مهال وكړه۔ په غونډه كښې وزيراعظم ته د جولائي ??ياشتې په ب??ونو كښې د اضافې په اړه بشپړه بريفنګ وركړے شو۔ وزیراعظم ووئيل په تندۍ سره ب?? داسې كوم ګام نه پورته كوؤ چې ورسره هېواد ته زي??ن ورسي٬ داسې ګامونه ب?? پورته كوؤ چې ورسره په قامي خزانې فشار هم رانشي او اولس ته آسانۍ هم ترلاسه شي۔ وزیراعظم ووئيل دا ممكن نه ده چې عام وګړې دې ستونزو سره مخ وي او افسر شاهي او وزيراعظم دې د هغوي په ټېكس وېړيا برېښنا كاروي۔ ده ووئيل اړوند وزارتونه او ادارې دې د وېړيا برېښنا ترلاسه كوؤنكو افسرانو او ادارو تفصيلات وړاندې كړي۔ ده ووئيل زه د عامو وګړو نمائندګي كوم ٬ په وزيراعظم هاؤس او پاك سېکرېټرېټ كښې دې برېښنا لږ تر لږه مصرف كړې شي او كه زما د كمرے اے سي بندول وي نو هغه بې شكه ب??د كړۍ۔ وزیراعظم ووئيل د برېښنا د بچت اقداماتو نفاذ او د جولائي بلونو كښې د اضافې مسئلې په اړه ب?? صوبائي ??زيرانو سره تفصيلي مشاورت سبا كولې شي۔ وزيراعظم انوار الحق كاكړ د برېښنا د وېش كمپينيو ته د برېښنا د غلا مخنيوي تګلارې ٬ د برېښنا په څانګه كښې اصلاحات او د لنډې ٬ متوسطې او اوږدې مودې پلان زر تر زره وړاندې كولو هدايت وكړو۔ په غونډه كښې د عبوري كابينې وفاقي وزيرانو شمشاد اختر، ګوھر اعجاز، مرتضی سولنګی، د وزيراعظم صلاحكار ډاكټر وقار مسعود، د پاور سېکرټری ، د واپډا چئیرمېن ، د نېپرا چیئرمېن او نورو اړوندو چارواكو ګډون وكړو۔ غونډې ته د برېښنا څانګې مسئلو ٬ د زي??ت بلونو ٬ دبرېښنا غلا او ددې مخنيوي له د پورته كړې شويو ګامونو په اړه بشپړ بريفنګ وركړے شو۔ وزیرِ اعظم غونډه تر سبا (ګل) ورځې ځنډولو سره د كوټلې اقداماتو او پلان تيارولو سره د وړاندې كولو هدايت وكړو۔
د نګران وزيراعظم په راروانو 48 ساعتونو كښې د برېښنا زياتو بلونو كښې كمي لپاره د كوټلي اقداماتو وړاندې كولو هدايت
Funding Emoji Entertainment Platform APP
مضمون کا ماخذ : bolão quina