اسلام آباد 04 جون (اے پي پي) د خزاني وفاقی وزیر سینیټر محمد اسحاق ډار وئيلي دي چې نوي مالي كال وفاقی بجټ به د سوداګرو او کاروباري كسانو لپاره يو ښه بجټ وي، په بجټ كښې اولسي ښېګړې او سرمایه کارۍ ته خاص پام لرنه شوي۔د اتوار په ورځ خپله يوه مركه كښې د خزاني وزير ووئيل حکومت د ګنجائش له مخې اولس له زياتو آسانيو لپاره ګامونه پورته كوي، معاشی مشکلاتو باوجود حکومت په يوه مياشت كښې دوه ځل د پټرولیم مصنوعات بيعه كښې كمې كړې، ایل پی جی او خوراك تيلو بيعه كښې هم كمې شوي چې ورسره اولس ته ريليف ترلاسه شوي۔د خزاني وزير ووئيل كوټلي نمو او اقتصادی اهداف ترلاسه كولو له حکومت د اوږدي مودي ګامونه پورته كوي۔د خزاني وزير ووئيل حکومت اولس له زياتي آسانيو وركولو ته پام لرنه كوي،هېواد مخ په وړاندې بوتلل غواړو، بجټ د اولسي هيلو ترمخه جوړولو هڅه شوي۔ده ووئيل کاروباري او سرمایه کارۍ ودي ته خاص پام لرنه كوو او هڅي كوو چې په بزنس کمیونټی اضافي بوجھ رانشي۔د خزاني وزير ووئيل حکومت د تير حكومت د اړخه پيدا كړې شوي اقتصادی مشکلات او چیلنجونو قابو موندلو له ګامونه پورته كوي۔تيرو 3 نيمو كلونو كښې هېواد د 24م لمبر لوي معیشت 47م لمبر ته رسولې شوي۔ 2017ء كښې د پاکستان جی 20 كښې د شموليت خبري كولې۔ده ووئيل د هېواد اقتصادی مسئلو حل کولو له به ټولو شراکت دارو سره په ګډه كار كولې شي۔
نوي مالي كال وفاقی بجټ به د سوداګرو او کاروباري كسانو لپاره ښه بجټ وي۔محمد اسحاق ډار
مضمون کا ماخذ : لاٹری کے اعدادوشمار