اسلام آباد 24 فروری(اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپيكر راجه پروېز اشرف او دوهم سپيكر زاهد اكرم دراني د لوك فنكار واسو خان په مړينه د غم دړد څرګندونه كړې۔سپيكر او دوهم سپيكر د ارواښاد كورنۍ په نامه په خپل جاري د غمرازۍ پیغام كښې د ارواښاد مرګ د نړۍ لوك موسيقۍ لپاره زيان وګرځولو۔دوي د ارواښاد كورنۍ سره د يووالي څرګندونه كولو سره ووئيل د غم په دې وخت كښې مونږ د غم جنې كورنۍ په غم كښې برابر شريك يو۔د قامي اسمبلۍ سپيكر او دوهم سپيكر دعا وكړه چې لوي څښتن دې ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځاے او غم جنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي
مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈ کے نتائج